هند؛ ولسمشر غني ته بلنه ورکړې چې د ټېسټ لوبې لیدلو ته ورشي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۹مه) افغان کرکټ بورډ ادارې مسوولین وايي، چې هندي چارواکو ولسمشر غني ته بلنه ورکړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټسټ تاریخي لوبې لیدلو ته ورشي.
 
د هند د کرکټ بورډ ډایریکټر امیتاب چوهدري کابل ته راغلی دی.
 
ویل شوي، چې نوموړي ولسمشر غني ته بلنه ورکړې، چې د هند او افغانستان تر منځ د تاریخي ټسټ لوبې لیدو ته ورشي.
 
تر اوسه څه نه دي ویل شوي، چې ولسمشر غني دا بلنه منلې ده او که نه. دا لوبه چې د جون میاشتې په ۱۴ نیټه به تر سره شي، د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي په توګه د افغانستان لومړنی تاریخي ټست دی او له دې امله د افغانستنا لپاره یوه تاریخي لوبه بلل کیږي.
 
په راپورنو کې راغلي، چې د هند د کرکټ بورډ ډاریکټر ژمنه کړې، چې د آی پي ال په را روانو سیالیو کې به ډېرو نورو افغان لوبغاړو ته هم د لوبېدلو چانس ورکړي.