ماشوم پالنه کتاب چاپ شو

د ماشوم د ارواپوهنې په برخه کې د ځوان لیکوال او ژباړن عطا محمد میاخېل د (ماشوم پالنه) تر عنوان لاندې کتاب په ۱۸۳ مخونو کې، د زر ټوکو په شمېر په نړیوال معیاري نمبر ( آی ایس بی ان ) د سروش خپروندویې ټولنې له خوا په ښکلي او لوړ صحافت چاپ او بازار ته وړاندې شو.

په ( ماشوم پالنه) کتاب کې د ماشوم روزنې په برخه کې ۵۴ ګټورې مقالې را غونډې شوې دي، دا مقالې د نړۍ له بېلابېلو معتبرو وېب سایټونو څخه په پښتو اړول شوې دي. له ماشومانو سره د مور او پلار د سلوک څرنګوالي، د ماشومانو ترمنځ د توپیر ناوړه اغېزې، ماشوم ته د درناوي ورزده کول او ګڼې داسې ګټورې مقالې پکې راوړل شوي، چې په لوستو سره یې د ماشومانو د پالنې په برخه کې ګټورې ثابتېدای شي، چې د بېلګې په توګه د څوو مقالو سر لیکونه یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

۱ ـــ په کور کې درس لوستنې ته د ماشوم هڅونه.
۲ ـــ اندېښمن ماشوم.
۳ ـــ د اولاد روزنې پنځوس مهارتونه.
۴ ـــ د اولادونو له پاره د والدینو بېلګه اوسېدل.
۵ ـــ د پلارولۍ پنځه اړین ټکي.
۶ ـــ د پنځه کلن ماشوم ټولنیزه وده.
۷ ـــ د غوره پلار اوسېدو له پاره اووه لارښوونې.
۸ ـــ د ماشومانو د بدني سزا پایلې.
۹ ـــ د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې د لوبو رول.
۱۰ ـــ د ماشوم روزنې مهم ټکي.
۱۱ د ماشومانو په ګټه نهه حکمونه.
۱۲ ـــ د مور او پلار لس سترې تېروتنې.
۱۳ ـــ د یوه خوا خوږي پلار لس ځانګړنې.
۱۴ ـــ له ماشومانو سره څه ډول چلند وکړو.
۱۵ ـــ که ستاسو ماشوم درواغ وایي څه باید وکړئ؟.
او داسې نورې مقالې.

ماشوم پالنه کتاب د ښاغلي عطا محمد میاخېل د دوو کالو د هڅو او هاند پایله ده، په دې هیله، چې دا کتاب تر یوه بریده د ماشوم پالنې برخه کې ستاسې ستونزې حل کړي او د یوه لارښود په توګه درسره مرسته وکړای شي. د دې کتاب لوستل ټولو میندو او پلرونو له پاره اړین بولم.

دا کتاب له لاندې کتاب پلورنځیو څخه تر لاسه کولای شئ:

۱ ـــ سروش کتاب پلورنځی، مینه یار مارکېټ، د درېیمې ناحیې کوڅې ته نږدې، میرویس میدان (کوټه سنګي) کابل ــــ افغانستان.

۲ ـــ جلال آباد: ختیځ او مازیګر کتابپلورنځي.

۳ ـــ کندهار: کروړ کتابپلورنځی او کندهار سوپر مارکېټ ـــ عینو مېنه.

۴ ـــ پکتیا: روحاني بابا کتابپلورنځی.

۵ ـــ پکتیکا: مجاهد او شال کتابپلورنځي.

۶ ـــ خوست: ژوندون، رحیمي او رڼا کتابپلورنځي.

۷ ـــ هلمند: ګوهر کتابپلورنځی.

۸ ـــ غزني: انصاري او مریخ کتابپلورنځي.

۹ ـــ زابل: خیر خواه کتابپلورنځی.