روهي (درنۍ/۸ د غبرګولي)، افغان لوبغاړي راشد خان د هندوستان په ای پي اِل کې له لوبېدو وروسته تېره ورځ په ممبۍ کې د (سي یات ټاير) په نوم له يو شرکت څخه د کال د تر ټولو غوره توپ اچوونکي جايزه وګټله.
(سي یات ټاير) شرکت وايي، چې راشد په ای پي اِل د ۲۱ وېکټو په تر لاسه کولو سره د يادو سيالو له غوره لوبغاړو څخه هم شمېرل کيږي.
د ياد شرکت له خوا د هندوستان د ملي لوبډلې مشر ويرات کوهلي ته د کال د غوره کرکټر جايزه او شیکرداون ته د ترټولو غوره توپ وهونکي جايزې ورکړل شوې.
نوموړي وکولی شول چې د هندوستان په ای پي اِل سياليو کې ۲۱ وېکټ تر لاسه کړي او په دې سره يې په نړيواله کچه د کرېکټ مينوال توجه ځان ته خپله کړه.
وروستي