روهي (دوه نۍ/۷ د غبرګولي)، ټاکل شوې ده، چې د روان کال د جون مياشتې په درېيمه، پنځمه او اوومه نېټه به، افغانستان او بنګلادېش په (راجیو ګاندي) لوبغاړي کې شل اوريزې سيالۍ تر سره کړي.
خو د يادو سياليو په اړه سره له اوس د بنګلادېش هېواد يو شمېر لوبغاړو اندېښنې ښوودلي او ويره لري، چې د راشد خان په شتون کې به بريا ورته له ستونزو ډکه وي.
د بنګلادېش لوبډلې مشهور لوبغاړی تمیم اقبال وايي، "راشد د نړۍ له غور او غښتلو لوبغاړو څخه دی، داسې نه ده چې له هغې سره هېڅ لوبه نه کيږي، خو له نوموړی سره لوبه کول ډېر کار او خواری ته اړتيا لري. هغه غښتلی دی."
نوموړي هيله ښوودلي او ويلي دي، "راشد خان په شل اوريزو لوبو کې غوره توپ اچوونکی دی. مونږ پخوا هم له دې ډول چلېنجونو سره مخ شوي وو او هيله لرو چې دا ځل به هم د راشد په مقابل کې بريالي شو."
د هندوستان په ای پي اِل لوبو کې د راشد وروستيو لاس ته راوړنو نوموړی ته نړيوال شهرت ورکړ او ان تر دې، چې د هندوستان يو شمېر اوسېدونکو له خپل حکومت غوښتنه وکړه، چې راشد ته د هندوستان تابيعت ورکړي.
وروستي