د مۍ په پنځه ویشتمه د هندوستان پرېميرليګ سياليو کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلې او کلکته نايټرايډرز تر منځ سيالۍ کې افغان لوبغاړي راشد خان په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. راشد خان په ۱۰ توپونو ناسوځېدلې ۳۴ منډې جوړې کړې او د توپ اچونې په برخه کې د څلورو اورونو په تر سره کولو یوازې ۱۹ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. ددې تر څنګ نوموړي په ډګر ساتنه کې هم خپله وړتیا وښوده؛ دوه کیچونه یې ونیول او یو لوبغاړی یې رن اوټ کړ.
د نوموړې دغه په زړه پورې لوبه د کرکټ د ګڼ شمیر مبصرینو او د کرکټ د نړۍ تکړه لوبغاړو له خوا وستایل شوه.
هندي وتلي کرکټ لوبغاړي سچن ټنډولکر په خپل ټویټر لیکلي " ما همیشه احساس کاوه چې راشد خان یو ښه توپ اچونکی دی، مګر اوس زه نه نازړه کېږم چې ووایم دی د نړۍ یو بهترین ورو توپ اچونکی دی. هغه زیاتوي چې نوموړی په توپ وهنه کې هم یو څه مهارت لري".
د راشد خان دغه په زړه پورې لوبې ځینې هندي کرکټ شایقین تر دې ورسول چې له خپل دولته یې راشد خان ته د تابعت ورکولو غوښتنه وکړه.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج په خپله تويټر پاڼه لیکلي "ما ټول پوسټونه ولیدل. د تابعت کارونه د کورنیو چارو وزارت پورې تړلي دي".
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپله ټویتر پاڼه د راشد خان ستاینه کړې او هغه یې د افغانانو ویاړ بللی. نوموړی په خپله وروستۍ کرښه کې پورتني مطلب ته په اشارې سره لیکي “موږ راشد خان چا ته نه ورکوو“.
وروستي