کرکټ بورډ: نور به کورنۍ او بهرنۍ ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه خپریږي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۵مه) افغان کرکټ بورډ مسوولینو ویلي، دوی د TSM کمپنۍ سره تړون کړی، چې له دې وروسته به د کرکټ ټولې نړیوالې او کورنۍ لوبې په ژوندۍ بڼه خپریږي.
 
ویل شوي، چې دوی د پنځو کلونو لپاره ټول رسنیز حقونه د ټوټال سپورټ مارکیټینګ کمپنۍ ته سپارلي چې پکې د افغان کرکټ نړیوالې او کورنۍ لوبې هم شاملې دي.
 
کرکټ بورډ په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه تړون یې د دغې کمپنۍ سره د دواطلبۍ له مخې کړی او دغې کمپنۍ ورته تر نورو کمپنیو ډېر مالي وړاندیز کړی دي.
 
کرکټ بورډ زیاته کړې، چې دغه تړون به له روان کال څخه به عملي کیږي او پيل به یې څو ورځې وروسته د بنګله دېش خلاف له شل اوریزو سیالیو وشي.
 
د ټوټال سپورټ مارکیټنګ کمپنۍ بنګله دیشۍ کمپنۍ ده چې د څو لسیزو راهیسې په دغه برخه کې کار کوي.
 
بل لورته د افغان کرکټ مینوال هم خوښ دي چې له دې وروسته به د افغان کرکټ لوبډلې ټولې سیالۍ په ژوندۍ بڼه ننداره کوي.