روهي (نۍ/۵ د غبرګولي)، د هندوستان د کرېکټ تکړه او ناموتي لوبغاړي سچن ټنډولکر د افغان بال اچوونکي راشد خان د وروستيو لاس ته راوړنو ستاينه کړي او نوموړی يې يوازې ښه نه بلکې ترټولو ښه (بهترين) لوبغاړی بللی.
سچن ټنډولکر په خپل ټوټېر ليکي، "ما هر وخت احساس کوله چې راشد خان يو ښه سپېنر دی، خو اوس به زه پرته له شک ووايم، چې راشد د نړۍ تر ټولو ښه سپېنر لوبغاړي په هغه ځانګړي فارمټ کې چې دی يې کاروي."
راشد خان تېره ورځ د ای پي ال په سياليو کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلې او کلکته نايټرايډرز سيالۍ ترمنځ په زړه پورې لوبه وکړه، په ۱۰ توپونو ناسوځېدلې ۳۴ منډې جوړې کړې. نوموړي يو بل رېکارډ خپل کړ او د خلکو پام يو ځل بيا ځان ته کړ.
راشد خان ته په دې لوبه کې جايزه هم ورکړه شوه چې ده په جلال اباد کې د کرېکټ قرباني لوبغاړو ته ډالۍ کړ.
د نړۍ د تکړه کرېکټ لوبغاړو ترڅنګ، افغان سياسي مشرانو هم د نوموړي برياوې وستايلې او نوموړی يې د افغانستان لپاره وياړ وبلو.
وروستي