د ټاکنو نه حوزوي کېدنه؛ جګړه ځپلي ولسونه به په سياست کې هم وځپي

د ټاکنو نه حوزوي کېدنه؛ جګړه ځپلي ولسونه به په سياست کې هم وځپي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهی وېب پاڼې څښتن

په افغانستان کې د نوې ادارې په منځ ته راتګ سره يوه نوې چاره د افغانانو لپاره ټاکنې وې. که څه هم په ۱۳۵۲ ز کال کې د افغانستان د پيړيو شاهي نظام په ولسمشريز نظام بدل شو، خو د ټاکنو لومړنۍ رېښتنې او عملي تجربه افغانانو په ۱۳۸۳ ز کال کې ولېدله.

له ۱۳۸۳ کال را وروسته افغانانو څو ځلې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو په بهير کې برخه واخېسلته او اوس تر ډېره بريده افغانانو ته دا عادي او د فهم وړ ده، چې ولې ټاکنې کيږي، د څه لپاره کيږي، د ټاکنو ګټې په څه کې دي او که له ټاکنو پاتې شو نو ناوړه پايلې يې څه دي.

تېرې ټاکنې له تجربو او لوړو ژورو ډکې وې. افغانانو له تېرو ټاکنو څخه يوه دا پايله تر لاسه کړه، چې که چېرې د کوم ولايت وګړي او اوسېدونکي له مختلفو قومونو څخه وي او بیا د ولايت ځينې برخې ارام او ځينې برخې يې ناامنه وي، نو ټاکنې د عدالت پر ځای بې انصافي، د حقوقو ضايع او د بې عدالتۍ سبب کيږي.

دغه تجربه افغانانو به غزني، وردګ ميدان، بغلان، کندز، بلخ، هرات، زابل، فارياب او يو شمېر نورو ولايتونو کې ولېدله. په يادو ولايتونو کې ټاکنې په يو حوزوي ډول تر سره شوې. له يو حوزوي ټاکنو موخه دا ده، چې د نوماندانو لپاره به د ټول ولايت په سطحه رايې کارول کيږي او هر هغه چا چې د ولايت په سطحه تر ټولو لوړې رايې تر لاسه کړې، نو بريالی به وي.

غزني، بغلان، وردګ، بلخ او نور ولايتونه د وړونو افغانانو ګډ کورونه دي. که په يو ولايت کې يو قوم اکثريت دی نو په بل کې بيا بل اکثريت دی. یعنې په يادو ولايتونو کې پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او نور ولسونه په کثيرالاقومي ډول سره ژوند کوي.

دا چې تېرې ټاکنې يو حوزوي وې، نو په هغه ولايتونو کې چې وګړي يې په کم توپير سره مساوي وګړيزه سلنه درلودله او جګړه هم په کې روانه وه، نو د يو قوم ځانګړي قوم کسانو وکولی شول، چې د ټول ولايت برخه واخلي؛ ولايتي شورا او پارلمان ته د يوې خاصې سيمې او خاص قوم خلکو لار پيدا کړه.

دا چې افغانانو په ټاکنو پورې ډېرې هيلې تړلې دي، نو له ډېر وخت څخه يې غوښتنه دا وه، چې دا ځل بايد پارلماني، ولايتي شورا او د ولسواليو شوراګانو ټاکنې په يو حوزوي دول تر سره نه شي، هسې نه چې د تېر په څېر په جګړه کې د پرتو قومونو حقوق په کې وخوړل شي.

د ولس د غوښتنو په اساس ټاکنو کمېسيون ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ټاکنو د کوچنۍ کېدو او په حوزو د وېشنې طرحه وړاندې کړه. دا چې ولسمشرۍ ماڼۍ د يو شمېر سياسي او قومي کسانو تر نفوذ لاندې وه نو په لوی لاس يې په کوچنيو حوزو د ټاکنو د وېش طرحه رد کړه.

په کوچنيو حوزو د ټاکنو نه وېشل به پرته له شک هغه تجربه له سره راوړي، چې افغانانو په تېرو ټاکنو کې يو ځل ازمويلې وه. هغه قومونه او ولسونه چې د جګړې له امله د ۲۱ پيړۍ له پرمختيا، وړاندې تګ او پرمختګ څخه لېرې پاتې دي، يو حوزوي ټاکنې به يې له سياسي ډګر څخه هم محروم کړي او له سياسي ډګر څخه د دوی محروميت به داسې چاره وي، چې بيا به لسيزو ته اړتيا ولري، ترڅو جبران شي.

هغه ولسونه چې له تېرو ۱۷ کالونو راهيسې په جګړه کې ښکېل دي او ۱۷ کاله جګړې وځپل نو يو ځل به بيا د سياست په ډګر ک وځپل شي، چې لامل يې يو حوزوي ټاکنې دي.

د روهي خبرې کوي Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو چې:
۱- حکومت ولې د حوزوي ټاکنو په اړه د ولسونو غوښتنه رد او بې ارزښته وبلله؟
۲- که چېرې بيا د تېر په څېر په يو حوزوي ټاکنو کې ځانګړي قومونو بريالي شي، نو د هېواد مقننه ځواک به له کوم برخليک سره مخ شي؟
۳- اوس طرحه رد شوه، ولس ته څه کول په کار دي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه، غوښتنې او خاطرې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/۵ د غبرګولي د ماسخوتن له ۹:۳۰ څخه ۱۰:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.