(سنرايزرز حيدراباد) لوبډلې د تورو پټيو په تړلو سره د جلال اباد له پېښې سره غمشريکي ښودلې

روهي (څلورنۍ/۲ د غبرګولی)، د هندوستان په ای.پي.اِل سياليو کې د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لوبغاړو په لاسونو تورې پتۍ تړلې او په دې ډول يې په جلال اباد کې د تېرې جمعې شپې د کرېکټ په لوبغالي کې د تر سره شويو چاودنو له قربانيانو سره غمشريکي کړي.

د بي بي سي د خبر له مخې، د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لوبغاړي به نن ورځ د لوبې په ترڅ کې د جلال اباد ښار ګل اغا شيرزي په لوبغالي کې د وژل شوي او ټپي کرېکټ لوبغاړو سره د غمشریکۍ په پار په بازو تورې پټۍ ولري.

د ای. پي، اِل نننۍ لوبه د سن رایزرز حیدراباد او چېنای سوپر کېنګز ترمنځ تر سره کيږي، چې سنرايزرز حيدراباد لوبغاړي به د تېر په پرتله په کې توپير لرونکي وي.

د تېرې جمعمې په شپه په ننګرهار کې د (رمضان کپ) تر نوم لاندې د کرېکټ په سياليو درې چاودنې وشوې، چې ۹ کسان يې ووژل او ۵۰ نور يې ټپيان کړل.