آيا د نسوارو په کولو (اچولو) سره روژه ماتيږي؟
راټولونه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهې وېب پاڼې څښتن
د روژې مبارکې مياشتې په راتګ سره د خلکو ترمنځ ډول - ډول پوښتنې هم رامنځ ته کيږي. د بېلګې په ډول د غاښ په اېستلو په روژه کې څه تغير راځي او کنه؟ د نسوارو په اچول سره روژه ماتيږي؟ ايا د سګرېټو څکول، چې لوګی يې د ډوډۍ په ډول معدې ته نه ځي، روژه له منځه وړي؟ او داسې نور.
د په روژه کې د نسوار اچولو په اړه د علماوو فتوا څرکنده او واضح ده. د ان لاين اسلامي لارښوود وېب پاڼې د مالوماتو له مخې، نسوار روژه ماتوي او بايد له کولو يې په کلکه ډډه وشي. په دې اړه ويل شوي "همدارنګه په نسوارو باندې روژه ماتيږي (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۲۹۳ )"
د نسوار په اړه په بل ځای کې ويل کيږي، "نسوار روژه ماتوي ځکه په هغه کې د جذب قوت ده که چيرې هغه يو غير معتاد شخص په خوله کې واچوي ګنګس کيږي ، نو معلوم شول چې هغه له خولې څخه دماغ ته جذبږي. ( محمود الفتاوي )."
د نسوار په نيولو سره شونتيا شته، چې د نسوار ذرې معدې ته هم لاړې شي، چې له امله يې روژه ماتيږي. د پورته فتوا اړوند ويلی شو، چې نسوار په دماغو باندې اغېز کوي، نشه يي توکي دي او پرته له شکه روژه ماتوي.
وروستي