(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۳۱مه) د ننګرهار والي او ګڼو مدني فعالانو په شتون کې د جلالاباد ښار کې د رمضان کپ سیالیو د اتلولۍ جام له کومې لوبې پرته د هدایتالله زهیر زوی ته ورکړل شو.
ښاغلی هدایتالله زهیر مدني فعال او د کرکټ لوبو تنظیموونکی و چې د جمعې په شپه د کرکټ پر سټډیوم په برید کې ووژل شو.
د ددغه ولایت والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي، چې د شهید هدایتالله زهیر د یاد پهپار هغه کپ چې باید د دې لوبو بریالي ټیم ته ورکړل شوی و پرته له دې چې کومې لوبې ترسره شي، د ننګرهار د والي له لوري د شهید زوی ته ورکړل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د تیرې جمعې په شپه په جلالاباد کې د کرکټ په سټډیوم کې په درې پرلهپسې چاودنو کې پر هدایتالله زهیر سربېره اووه کسان ووژل شول او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شول.
د چارواکو په وینا د پېښې جدي پلټنې روانې دي.
وروستي