
افغاني ټولنه کې د ښځې مقام دومره لوړ ده لکه د هندوکش غر، د یو عام او حاکم دهنیت له مخې ننګ، ناموس، د اخلاص او روښنایي سمبول او آن داچې مړه جسم لره ساه بلل شي. که څه هم دغه ذهنیت په معنوي لحاض خورا بډایه ښکاري او ښځو ته یې د آسمان هومره هسک ویاړ وربښلی خو تر څنګ یې دوی ته یو شمېر ستونزې هم پنځولي.
دغیرت تر نامه لاندې له عصري زده کړو د ښځینه طبقې محرومول، په دښمنیو کې د مېرمنو ورکړه، د پیسو په بدل کې د نجونو پېر او پلور، د دوی پر وړاندې د یو شمېر نارینه ګانو زور زیاتی او له کور بهر په اجتماع کې د مېمرنو د فعالې ونډې او انساني هڅو مخالفت هغه څه دي چې افغاني ټولنه کې ښځه له څو لسیزو راهیسې ورسره لاس او ګریوان ده او بې له شکه چې دغې چارې د مېرمنو اجتماعي هویت او آن خدای ورکړي اسلامي او انساني حقوق هم تر ګواښ لاندې نیولي.
یادې ستونزې ټول مني د حل لپاره یې څوک د شپې یواځیتوب کې، څوک همزولو سره ناستو او مشورو کې او څوک هم په بهرنیو سفارتو او مؤسو کې ستراتیژیانې جوړوي، ځینې هڅه کوي خپلې مبارزې ته افغاني رنګ ورکړي او ځینې نور بیا افغاني ټولنې ته له پردیو عینکو راګوري او خپله مبارزه له غربي او خاص شمېر یې بیا له هندي افسانو تغذیه کوي.
ښکاره ده، هر هغه مبارزه او هڅه چې مأخذونه یې افغاني دود، دستور او تر ټولو وړاندې اسلام وي ضرور به رنګ راوړي او هغه چې د سپېڅلې مبارزې تر نامه لاندې پکې خپلو هندي خدایانو، برهما، ویشنو، لکشمي، کالي او شیوا ته د وفاداری سوګندونه خوري، خوب، خیال او مهال ده چې رنګ راوړي او دغه مبارزین هېڅکله هم له ریښتینو پتمنو افغاني مبارزو خویندو سره د ادغام او مقایسې وړ نه دي.
دافغاني پتمنو او مبارزو خویندو په قطار کې یو شمېر داسې پېغلې هم د یو ځای کېدو هڅه کوي چې تر سپېڅلي شعار لاندې د باطل مبارزې ته کار کوي، ذهني انحراف او غښتلي افغاني کلتور څخه تېښته یې خپل هدف ټاکلی او اجتماعي رسنیو کې د ګوتو په شمېر ځوانانو په ملاتړ او ډاډ په خیالي توګه د حق سنګر د فتحې خوبونه ویني.
هغه چې ابوبکر صدیق رض خپلې لور عايشې سره په بې انصافي تورنوي افغاني ټولنه کې ځای نه لري ځکه چې پتمنې خویندې عايشه خپله مور او د هغې پلار خپل پلار ګڼي او خپل پلار په خیانت تورنونکي ته د نادان په سترګه ګوري او په هېڅ خبره یې باور نه کوي.
هغه مېرمن چې هممهاله د څلورو مېړونو خواهش کوي هغه بیا په جنسي فقر اخته او رواني ناروغه بولي.
دلته یواځې هغه څوک بریالي دي چې د خلکو له مینځه وي، د زیانمنې طبقې (ښځې) په ژبه، درد او ستونزو پوه شي او ښه ترجماني یې وکړي، دمبارز/مبارزې هره کړنه باید د مېرمنو د ریښتوني ژوند او غوښتنو ښکارندویي وکړي.
هغه چې په خیالي نړی کې ګامونه وهي او فکر کوي چې د افغاني خویندو په ذهني او فکري انحراف کې به برلاسي شي، دوی په حقیقت کې د خپل وخت په اهمیت نه دي پوه، يواځې او یواځې خپل وخت ضایع کوي او تر څنګ یې افغاني سُنتي ټولنه کې د خپل ځان پر وړاندې د کرکې او نفرت ګراف لوړوي.
دوی ته مشوره داده چې دمبارزې په لېدلوری بیا ځلي غور وکړي، او د نیمګړتیاوو د اصلاح لپاره اخلاقي جرأت وکړي، له هندوستان د کابل فتحه کول راته ستونزمن بریښي، ښه به وي چې د مبارزې محور کابل و ټاکي او له نژدې افغاني خویندو سره د زړه خواله وکړي، ستونزې یې واوري او له ستونزو څخه د وتلو په لارو چارو ورسره خبرې وکړي او یوه افغاني حللاره ورته پیداکړي.
که ټولپوښتنه وشي باوري یم چې یو سلنه مېرمنې به یې هم د آغلې ډیوې په مبارزه د تأیید مهر ونه لګوي.