
مخکي لدي چې د افغاني رسنیو په وضعیت، کمیت، کیفیت او څرنګوالي بحث وکړم غواړم په رسنیو او د رسنیو په رسالت او اهمیت لنډه تبصره وکړم.
په حقیقت کي رسنی د ټولنیزو چارو دبهبود او پرمختګ لپاره یو اړین او پیاوړی بنسټ ګڼل کیږي، تردي چي رسنۍ په یوه ډیموکراتیکه ټولنه کی د څلورمي قوي حیثیت غوره کړی، پداسي حال کي چې دري ګوني قواوي د یو کار له کولو عاجزي شې نو بیا یې د ترسره کولو لپاره رسنیو ته مخه کیږي خو، دا هرڅه هغه وخت امکان لري چیېد رسنیو بانیان (مالکان) او د رسنیز بهیر لارویان متخصص، په هیواد، وګړو، ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو مین او ژمن اشخاص وي.
ځګه مسلکې او په کار پوه خلک رسنۍ یواځي خلکو ته د معلوماتو د رسولو ذریعه نه بلکه د افکارو د تبادل او روزني ذریعه هم ګرځوي.
له بده مرغه، تیرو څو لسیزو جګړو او ورانیو مو د اقتصاد، تعلیم، او زخایرو ترڅنګ رسنۍ هم سختي زیانمني کړي، که څه هم د داخلي جګړو پرمهال مو یو شمیر رسنۍ درلودي خو له بده مرغه چې هغوی هم خپل استقلالیت ونشواي ساتلاي او د جګړه مارو ډلو تر مستقیم او غیر مستقیم کنټرول او اغیز لاندی راغلی، او هغه څه یی کول چی پایله یی یواځی او یواځي انارشیزم رامینځته کول وو او بس.
د طالبانو تر راتګ وروسته داهر څه له مینځه ولاړل او د رسنیو د فعالیت ساحه ډیره محدوده شوه، مونږ او تاسي یواځې د یوي راډیو (شریعت غږ) شاهدان وو، تصویري رسنۍ خو بلکل نه وي خو په چاپي رسنیو کی هم تر ډیره بریده د انځورونو نشرول منع کړل شوي وو، لنډه داچې د رسنیو لپاره تر ټولو بیخونده او تیاره دور د طالبانو د حاکمیت پنځه کلنه موده وه.
خو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمي نیټي له پیښي راوروسته د نړیوالو له راتګ سره سم د رسنیو بي ساری ظهور هغه څه وو چې د افغانانو په شمول یې د نړیوالو پام ځانته راواړاوه، دا چې ملت لا د ډیموکراسي او د بیان آزادي په مفهوم لا سم نه پوهید خو د رسنیز بمبارد غیشو یې روح او جسم دواړه ور زخمي کړل.
مطبوعات باید د هیواد د ګټو لپاره کار وکړی، د مطبوعاتو او بیان آزادي پدي معنی چې د نظام ټولي نیمګړتیاوي راوسپړي او بیا یې د چارو د کارپوهانو پواسطه تر بحث لاندي ونیسي ترڅو یوه حللاره ورته پیداشي، نا اهله چارواکي باید وننګول شي او خپلو غلطیو ته یې متوجه کړي او که بیا هم اصلاح نشو نو بیا داهم د رسنیو وظیفه او مسلم حق ده چې ملت یې پر وړاندي راوپاروي.
که نن ورځ وګورو نو هیواد کي مو رسنۍ د کمیت له نظره ښي پریمانه دي خو د کیفیت له نظره بیا صفر کي ضرب دي، دا ځکه چې د رسنیو لپاره قانون شتون نلري، د نشراتو لپاره برنامي نلري، څه چې نړیوال غواړي هماغه کار کوي، څه چي د بادار غوښتنه وي هماغه د ولس تر غوږونو رسوي، په نړیواله کچه د ژرنالیزم منل شوي معیارونه تر پښو لاندی شول او په ټولنه کی د عامه افکار د رغښت پر ځاي د تخریب هڅه وشوه، داسی کړني وشوي چې له ملې ګټو او دیني ارزښتونو سره مستقیما په ټکر کي وی.
ژوندی مثال یې د مابي ګروپ چې په تشکیل کی یې طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزیونونه او همدارنګه آرمان اف ام راډیوشامله ده، که د دوی خپروني او نشرات تعقیب کړی نو داسی ډیر کم موضوعات به ومومی چې خلکو ته یې ګټه وي خو، داسي پروګرامونه به ډیر زیات ووینی چې د عامه افکارو د تخریب په موخه نشریږي، دوی هڅه کوي چې د ټولني هغه لویدلي او منفور اشخاص ملت ته د رهبر په شکل ورمعرفي کړی، د بیان آزادی څخه په استفادي د ملت او دولت ترمینځ واټن ایجادول ددی رسنیو تګلاره او منشور ده.
د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۳ کال کی د امریکایی :رابرټ مورډاګ: چې د نړی په کچه یې په رسنیو پانګونه کړي د مابی ګروپ ته د میلیونونو ډالرو په ورکولو سره ددي ګروپ ۳۳ سلنه سهم ورکړیده، او اوس یې هم ورکوي، که یې مالی مرسته ونکړی نو دا رسنۍ خپل دوراني حرکت هم نشی تضمینولی، اوس نو قضاوت پرتاسو چې رابرټ مورډاګ یاده پانګونه بې هدفه کړي او که په بدل کی یې له مابی ګروپ څخه معاوضه غواړی؟
آیا دغه معاوضه ورکول به دافغانانو په ګټه وی؟
خلاصه داچې ترهغو مو رسنیز بهیر خپلواک شوی نه وي، مالی سرچیني یې معلومي شوي نه وي نو فکر نکوم چې مونږ دي لدي رسنیو ښه ورځ ووینو.