دقدس غمېزه او د افغانانو پاشلي غبرګونونه!

دبیت المقدس غمېزه کومه نوې موضوع نه دی، کابو ۶۰ کاله وړاندې هغه وخت پیل شوه کله چې په ۱۹۶۷ کال کې اسراییلو د فلسطین د ختېځو سېمو په نیولو سره د یاد هېواد اتیا سلنه خاوره تر خپل واک لاندې راوستله.
د قدس قضیه هغه وخت لاپسې ګرمه شوه کله چې اسراییلو په ۱۹۸۰ کال کې فلسطین خپل پایتخت اعلان کړ.
د اسراییلو یادې کړنې په ملي او نړیواله کچه خورا زیات غبرګونونه له ځان سره لرل.

د فلسطین اصلي وارثانو په خپله ځمکنۍ بشپړتیا تیری باله، د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې فلسطین کې د اسراییلو شتون د نړیوالو منل شویو اصولو سره مغایر عمل وباله او اسلامي نړی چې په رأس کې یې سعودي عربستان شامل وو هم بې تفاوته پاتې نه شو او وخت نا وخت یې د فلسطین په ننګه اسرایییلو ته ګوتڅنډنه کوله.

افغانان چې د قضایاوو په وړاندې احساساتي چلند یې د فطرت (طبیعت) غوښېنه برخه تشکیولوي هم تر چا کم نه ول، نوموړو بیت المقدس خپله لومړنی قبله وبلله او د اسراییلو له لوري د هر راز تیري په مقابل کې یې د بلمثله عمل ګواښونه وکړل.

وروسته تر هغې چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ فلسطین د اسراییلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژانده او له تل آویو څخه یې بیت المقدس ته د خپلې سیاسي نمایندګي د انتقال امر وکړ، یو ځل بیا د افغانانو تر منځ ژور فکري انشعاب رامنځته کړ.

د ټرمپ تر اعلان وروسته یو شمېر افغانانو بیت المقدس خپله سره، مقدسه او مقدمه کرښه وبلله او ځېنو نورو بیا پر دوی نېوکه وکړه او ځنې ویې غوښتل چې د بیت المقدس پرځای په خپل مسجد، ښوونځي او نورو بدبختیو وژاړي او د حل لپاره یې لاس په کار شي.

روښان فکره سیکولر قشر استدلال کوي چې ګواکې د فلسطین موضوع ډېره پخوانی ده، نو ولې د تېر په نسبت نن تند غبرګون ښیو؟

همدغه نقطه د قدس پالو مذهبي افغانانو او روښان فکره سیکولر طبقې تر منځ د ژور فکري اختلاف سبب شوی او یو بل ته له سپکو سپورو او توهین پرته د منطقي استدلال په نوم هېڅ هم نه لري.

په همدې اړوند غواړم دواړو ته یوه یوه مشوره ورکړم!
روشان فکره سیکولرو!

زموږ د مسجد او اقصی مسجد ترمنځ خورا زیات توپیر شته، زموږ د ډیورنډ او بیت المقدس ترمنځ باید تفکیک وشي، دا ځکه چې بیت المقدس زموږ مسلمانانو لومړنی قبله ده، ساتنه او ننګه یې نه یواځې په افغانانو بلکه د نړی په ګوټ ګوټ کې د هر مسلمان ایماني وجېبه ده.

داچې د فلسطین قضیه کې تر پخوا زیات جساس یو او تر پخوا تند غبرګون ښیو علت یې دا دی چې.....

پخوا د امریکا په ګډون د نړی ټولو هېوادونو فلسطین کې د اسراییلو شتون غیر قانوني باله او غندنه یې کوله، خو نن ورځ د نړی توټولو ځواکمن هېواد امریکا د اسراییلو کړنه تاییدوي او په رسمیت یې پېژني.

پخوا فلسطیني وګړي نه وو اړ چې خپل هېواد کې د اوسېدو لپاره له اسراییلو اجازه واخلي خو نن اړ دي.

کفار غواړي په داسې کړنو سره ځانونه د مسلمانانو پر وړاندې متحد وښيی او د مسلمانانو برم تر سوال لاندې راولي، نو چې داسې ده زموږ مسلمانانو به څه ملا ماته شي چې د یو مسلمان په توګه له بیت المقدس څخه دفاع وکړو.
قدس پالو!
له بیت المقدس څخه دفاع مو د اېمان نښه ده، هڅه وکړی چې سپېڅلو اهدافو ته له سپېڅلو لارو ځان ورسوی، که مو خپل فکر او لیدلوری له نورو اغېزمن نه کړ، فکر نه کوم چې له سیکولر قشر سره په ټکر کې واقع شو.

ستونزه مو داده چې همېش مو پردي افکار تعقیب کړي او پردي مو د ځان لپاره ایډیال ګرځولي دي.

د قدس په قضیه کې د اردغان چیغه بدرګه کول فکر کوم یوه ستره تېروتنه ده، که د اردغان اسراییل ضد دريځ ریښتونی وي او تر شا یې شوم ستراتیژیک اهداف نه وي نغښتي نو لومړی باید تر کیه له اسراییلو سره خپله پراخه سوداګري بنده کړي، وسلې او عسکري مهمات دې نه ورڅخه اخلی او ګډ فوځي تمرېنونه دې نه ورسره کوي.

ترکیه د یو ځواکمن اسلامي هېواد په توګه له اسراییلو سره د سیاحت خورا زیات تړونونه لري، لومړی باید یاد تړونونه فسخ کړي بیا به یې هره خبره بدرګه او د هرې پریکړې ملاتړ وکړو.