
له ډېر پخوا راهيسې په افغانانو كې دا دود روان دى، چې په ژوندو كې ښه خلك نه مري او په مړو كې بد.
له دې جملې نه زما مطلب دا دى، چې په ژوند كې افغانان د چا په قدر چندان نه پوهيږي او چې كله مړ شي، نو بيا د خلا ډكولو له پاره د وړ شخص په پيدا كولو كې ل ډېرو ستونزو سره مخ وي او وايي چې ياره فلانى بيا هم ښه ؤ، خو د دې خبرو مثالونه شته چې د هغو نه يو سيدجمال الدين افغان دى، چې په ژوند كې مو وشاړه او له مرګ نه وروسته يې چې كله په استعداد خبر شوو، نو د هغه د خاورين جسد د راوړلو له پاره مو په كلونو هڅې وكړې، راځو اصلي مطلب ته:
اوس چې يوويشتمه پېړۍ روانه ده او موږ هم په نيم ژواندي حالت كې د يووېشتمې پېړۍ په درشل پښه ايښې ده، دا دود يو څه په حتميدو دى، هغه داسې چې اوس كله كله افغانان د خپلو هستيو پالنه د هغوى په ژوند كې هم كوي، چې يو څو مثالونه يې د رشاد صاحب په ژود كې د هغه لمانځل او د هغه په وياړ غونډې جوړول، شپون صاحب، كاروان صاحب، صميم صيب، رفېع صاحب او داسې نورو له وياړه ډكو انسانانو په ژوند كې د هغوى په وياړ د غونډو جوړول دي، د پورتنۍ لړۍ په لړ كې په تېره مياشت كې د پكتيا ولايت د ادبي ټولنې له خوا يوه مشاعره جوړه شوې وه، چې هغه هم د خپل هغه له لاسه وتونكي سرمايې په نامه وه، چې اوس نږدې د ژوند وروستۍ سلګۍ وهي، چې هغه (نښتر) دى.
د نښتر مشاعره د پكتيا ولايت كې په داسې حال كې جوړه شوه، چې د پكتيا ولايت دغه ښكلې شتمني اوس د برقي ارو په زور د ځوانۍ عمر ته نه رسيږي او ورو ورو له موږ نه خپل سوړ سيورى ټولوي او د پرديو د محلونو ښكلا ګرځي، دلته د وتلي شاعر (كاروان) دا شعر را په ياد شي:
د بدرنګۍ له سيند وباسو د سندرو بېړۍ
الله لاهو مه كړې، د ښكلو مساپرو بېړۍ
د څو كېږديو او يو څو دانو خرما په بدل
لاړې عربو ته د لمنځوړ او نښترو بېړۍ
نو زموږ دا سرمايه په ډېر نه څه قيمت باندې د نورو د محلونو زينت ګرځي.
كه څه هم په دې مېله (مشاعره) كې شاعرانو، اديبانو د نښتر په هكله ډېر څه وويل خو د قلم د خاوندانو د خبرو شاته د ټوپك د زور د نشتوالي له امله هغه يواځې د ويلو تر حده پورې محدود پاتې كيږي او شايد دا د نښتر په مرګ باندې د وير ساندې وي، چې هر څومره ډېرې او دردناكې هم وي، خو د مړي د ژوندي كيدو سبب نه كيږي، په كار خو دا ده چې د مرګ نه مخكې د هر څه د پاره هڅه او هاند وشي.
دا چې مشاعره د نښتر په نامه د دې د پاره جوړه شوې وه، چې د چارواكو پام دې شتمنۍ او د شتمنۍ ساتنې ته راوګرځوي او پرېږدي چې نښتر خپل سوړ سيورى د خپلو هېوادوالو په سر د همېشه له پاره وغوړوي او خپله تنه د خپل ګران او جګړه ځپلي هېواد د ښكلا او سنګاريدلو له پاره په كار واچوي.
خو په ډېر افسوس سره بايد ووايو چې زموږ چارواكي د دې شتمنۍ ساتنې ته هېڅ پاملرنه نه كوي او ځينې خو لا د دې شتمنۍ د تالا كوونكو سره د حشر په توګه كار كوي او د خپل جېب له پاره څه نا څه لاسته راوړي او نښتر د افغانانو په لاس آره او نورو هېوادونو ته وړل كيږي.
په اخر كې له خپلو چارواكو نه دا هيله كوم، چې دا تېره مشاعره د نښتر مشاعره نه، بلكې شاعرانو د نښتر په جنازه د وير او ماتم ساندې ويلې او د تاسو پام يې د هغې ساتنې ته راګرځاوه او تاسې نه هيله من دي، چې د دې پانګې د ساتنې له پاره شپه او ورځ كار وكړئ او همدارنګه د ځينو ولسواليو طبيعي شتمنيو د ساتنې حيال هم موږ ته هغه وخت راپيدا كيږي، چې د نورو د تاج او بنګلې ښكلا شي، لكه د كوه نور غمى او يا د نښتر تنه.
شيرالله مراد
زرمت