(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۹مه) د کابل رمضان جام سیالۍ له پنځه کلونو ورسته دا ځل لغوه اعلان شو.
د رمضان جام سيالۍ په پرلپسې ډول د کابل په زرملوال لوبغالي کې ترسره کېدې، چې هر کال په کې د هېواد ملي لوبډلې، ۱۹ کلنو او نور کورني لوبغاړو ګډون کاوه.
د رمضان جام سياليو بنسټګر جېلاني زرملوال تازه پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي< چې له شپږو مياشتو راهيسې يې دې سيالیو لپاره، چمتوالی کاوه.
خو ښاغلي زرملوال لیکلي:
" بدبختانه د ګران وطن افغانستان ځانګړي د ښکلي کابل جان امنيت د ډاډ وړ ندي ."
هغه د سیالۍ د امنیتي وضیعت خرابیدو له امله لغوه اعلان کړې.
نوموړي ویلي، چې ياده پرېکړه ورته د زهرو ګوټ دی، خو د ځوانانو ژوند ورته تر هر څه زيات ارزښت لري.
د کابل رمضان جام سيالۍ په داسې وخت کې لغوه اعلانېږي چې تېره شپه د ننګرهار پر سپين غر کرکټ لوبغالي ترسره کېدونکو رمضان جام سياليو درې پرلپسې چاودنې وشوې او شاوخوا ۶۰ کسانو ته يې په کې مرګ ژوبله واړوله.
وروستي