پلشمي او روژه ماتي کې دغه څلور (۴) خواړه وخورئ، نو تږي او وږي به نشئ

پلشمي او روژه ماتي کې دغه څلور (۴) خواړه وخورئ، نو تږي او وږي به نشئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 

روژه د اسلام د مبارک دين درېيمه بناء ده.روژه فرض ده او د نېولو حکم يې د الله (ج) له خوا دی. دا چې روژه، الله تعالی او زمونږ خوږ پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ته څومره د قدر او خوښې وړه په اړه به مو ډېر څه لوستلي وي. مونږ به په لنډو کې ووايو، چې روژه د مسلمان لپاره يو بل ژوند او يا د ژوند بل پړاو دی، ترڅو تېر ګناهونه ورته معاف شي او يو نوی ژوند ته دننه شي.

دا چې روژه پخپله هم د لوی خدای (ج) له خوا يو معجزه ده او هغه دا چې، په عادي ورځو کې ستونزمنه ده چې يو کس د څلورو او پنځو ساعتونو لپاره پرته له خوراک او څښاک څخه ګوزاره وکړي، خو په روژه کې مسلمان په ډېر ښه ډول سره د ساعتونو - ساعتونو لپاره پرته له خوراک او څښاک وخت تيروي.

په دې لېکنه کې هغه خواړه درته په ګوته کوو، چې که چېرې د پلشمي او روژه ماتي په وخت کې وخوړل شي نو د خدای په کرم چې روژه نيونکی به د ورځې په ترڅ کې د لوږې او تندې له ستونزې سره مخ نه شي.

په پلشمي کې دا خواړه وخورئ:
۱- پروټين لرونکي خواړه: د پلشمي په وخت کې هغه خواړه وخورئ، چې له پروټين څخه غني وي. پروټين لرونکي خواړه کولی شي ستاسو وجود غښتلی وساتي او که د ورځې په ترڅ کې کوم فزيکي کار هم تر سره کړئ، نو انرژي به ولري، ترڅو تر روژه ماتي پوري له لوږې سره مخ نه شئ.

هګۍ، غوښه، لوبيا او ورته نور خواړه له پروټين څخه غني دي.

۲- کلسيم او ويټامين لرونکي خواړه: هر کله مو چې پروټين لرونکي خواړه د وجود غښتليتيا ساتي، نو کلسيم او ويټامين لرونکي خواړه کولی شي، چې د ورځې په ترڅ کې مو د وجود د هورمونونو او نورو چارو ترمنځ توازن او برابري ښه وساتي.

ټول لبنيات له ويټامينونو څخه غني دي. که په پلشمي کې شېدې، مستې، پنير، کوچ، قيماق او نور وخوړل شي، نو وجود په پوره اندازه سره ويټاميونونه لاس ته راوړي او د ورځې په جريان کې به په لوږه پوه نه شئ.

په روژه ماتي کې دا خواړه وخورئ:
۳- پوتاشيم لرونکي خواړه: ټول پوټاشيم لرونکي خواړه داسې خواص لري، چې که چېرې له ساعتونو وروسته ډوډۍ خورئ او له دې وړاندې مو معده خالي وه، نو بيا مکملې ډوډۍ وړاندې لومړی پوتاسيم لرونکي خواړه وخوري، چې دا چاره روغتيايي ده او په معدې باندې کوم فشار نه راوړي.

د پوتاسيم لرونکو خواړو له ډلې څخه خرما تر ټول غني او روغتيايي خواړه دي. لکه څه ډول چې د اسلام خوږ پيغمپر او اصحابو کرامو هم خپل روژه ماتی په خرما کړی دی، نو مسلمان روژه نېونکي ته پاکاره ده، چې هم د اسلامي سنتو په اساس او په د روغتيا لپاره، روژه ماتی په خرما تر سره کړي.

۴- اوبه او نور مايعات: د روژه ماتي په وخت کې هڅه وکړئ، چې لږې اوبه او نور مايعات وڅښئ، ځکه چې که په نهاري معده ډېرې اوبه وڅښئ، نو بيا مو د ډوډۍ خوړلو اشتهاء له منځه ځي. که غواړي، چې د ورځې په جريان کې تږي نه شئ، نو بيا بايد له روژه ماتې وروسته د خوب تر وخت پورې دومر اوبه، چای، جوس او نور مايعات وڅښئ، چې کولی شئ. د روژه ماتي او خوب ترمنځ وخت کې د اوبو څښل د وجو کمې شوې اوبه پوره کوي او راتلونکې ورځ (سبا) لپاره تاسې د تندې له احساس څخه ژغوري.