د حکومت د مشرانو اختلاف په څه دی او د ټاکنو په بهېر څه اغېز کولی شي؟

د حکومت د مشرانو اختلاف په څه دی او د ټاکنو په بهېر څه اغېز کولی شي؟
ډاکټر نېک ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د ملي يووالي حکومت څلور کاله پوره او وروستي يانې پنځم کال يې پاتې دی، چې نور به د ولسمشريزو ټاکنو په لور لاړ شي. د ملي يووالي حکومت منځ ته نه وو راغلی، چې د دوو ټاکنيزو ډلو ترمنځ د حکومت پر سر کړکېچ دومره لوړ شو، چې په پايله کې يې يوه تاريخي پرېکړه شوه، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري راغی، منځګړی شو او مشرانو ته يې قدرت ور وېش کړ.

غوره مالومه ده، چې څلور کاله افغانستان په کوم وضعيت کې تېر کړ، د وسله والو ډلو، بهرنيو هېوادونو او د نړۍ په کچه له ستونزو او مشکلاتو پرته؛ افغانستان ته پر کور دننه غټه ستونزه د ملي يووالي حکومت وو. چې د نوم خلاف يې ملت سره ووېشلو، ملي پروژې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې، کوچني مسايل په لوی لاس کړکېچن او ستونزمن شول او همدارنکه جګړې د بل هر وخت په پرتله ډېر زورو واخېست.

ځينې وزارتونه، رياستونه، سفارتونه، ولايتونه او نورې ادارې له فلج کېدو سره مخ شوې. لامل يې دا وو چې د يادو ادارو مسوولين د يو لوري په خوښه او د يو ځانګړي ګوند په استازېتوب ټاکل شوي وو، چې که دويم لوري يې د سمونې لپاره لاس په کار پورې کولو نو ستونزې لا پسې ډېرېدلې.

د بېلګې په ډول د بهرنيو چارو وزارت هغه اداره ده، چې د يو هېواد د سياست مهمه برخه (بهرنی سياست) وړاندې کوي او په ډېپلوماټيکو اړيکو، سياسيو امنيتي، اقتصادي او کلتوري تړونونو سره د هېوادونو ترمنځ روابط غښتلې او په نړيوال کور کې خپل هېواد ته د پام او درناوی وړ ځای پيدا کوي.

افغانستان په تېرو څلورو کالونو کې دغه مهمه اداره له لاسه ورکړه. په کور دننه په سلګونه وړ او استعداد لرونکي کسان په ياد وزارت کې د دندو د اخېستلو څخه بې برخې پاتې شول او په بهر کې، له تعصب څخه نيولي، بيا د سواد تر ټېټې کچې، د پرېکړو په اړه نه همغږي او د يو افغانستان دوه انځورونه هغه څه وو، چې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت افغانستان په ډېپلوماټيک ډول د شرم وړ کړ.

د بهرنيو چارو وزارت يې يوه بېلګه وه، داسې په لسګونه نورې بېلګې هم شتون لري، چې ملي يووالي حکومت هېواد په ډېرو برخو کې کالونه شا ته پرېښود.

اوس ملي يووالي حکومت داسې يو پړاو کې دی، چې له خپلو ټاکنو وړاندې يې پارلماني او د ولسواليو شوراګانو ټاکنو پر مخ پرتې دي او له هغې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې دې، چې حکومت سره له اوسه بايد ورته پوره تياری ولري.

که څلور کاله وړاندې فکر وکړو، نو په پخپله د ملي يووالي حکومت د منځ ته راتګ لامل هغه تورونه، نيوکې او ادعاوې، چې په تېرو ټاکنو کې د درغليو په اړه وشولې. اوس هم حکومت او ولس پر وړاندې ټاکنې لري او د حکومت مشران له بل هر وخت په پرتله اوس ډېر سره ورانه دي او د دوی کړکېچ هم په ډېرو غټو او ملي مسايلو باندې دی.

د بېلګې په ډول د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش په اړه د ولسمشر او اجرائيه رئيس دوه مختلف ليدلوري، په پېژندپاڼو د سټېکرونو د لګولو او نه لګولو طرحه او دوه بيلا بيل لیدلوري. پرته له دې، د حکومت مشران په اوس وخت کې په يو شمېر نورو مسايلو، لکه د کابينې وزيران، د هېواد د امنيتي وضعيت د خرابتيا په اړه د يو او بل ملامت ول او په خپلواکو ادارو کې لاس وهنې هغه څه دي، چې هم مشران او هم يې د دوی پلويان سره وېشلي دي.

د روهي خبرې کوي Rohi Talks په اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو، چې

۱- آيا بيا داسې کوم پلانونه شتون لري، چې د ټاکنو د پايلو په نه منولو سره به د تېر په څېر امتياز او د هېواد د اساسي قانون سره په ټکر کې ځينې کړۍ نامشروع سياسي ځواک تر لاسه کړي؟
۲- آيا د ټاکنو په اړه ناخرې کولو، د تعميري طرحې پر ځای ټولې تخريبې طرحې د ټاکنو د نه کولو په مانا دي؟

۳- کله چې د سياسي مشرانو د اختلافاتو پر سر، د ټاکنو کمېسيون غړي او کمېشنران هم پرېکون کوي او مخالفت ښيي، نو بيا د ټاکنو کمېسيون څومره خپلواکه او څومره له سياسي اغېز څخه خوندي دی؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لوستونکی او لېدونکی هم کولی شئ، چې سر له اوس څخه په کېمنټ کې راته خپل نظرونه ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/۲۹ د غوايي/ د ماښام له ۹:۳۰ څخه تر ۱۰:۰۰ بجو پوري) په خپرونه کې په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.