ولې مسلمان د رمضان په مياشت کې روژه نيسي؟ شپږ لاملونه
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
مخکې له دې چې د رمضان په مبارکه مياشت کې، د ۲۹ يا ۳۰ وځو روژې نېولو په اړه نور دليلونه وړاندې کړو او ووايو، چې ولې مسلمان باندې دغه چاره فرض شوې ده، غوره ده، چې لنډ ووايو، چې روژه د الله تعالی امر او د اسلام د سپيڅلي دين درېيمه بناء ده.
نو کله چې د الله (ج) له خوا امر وشي، چې دا کار تر سره کړئ او يا مه تر سره کوئ، نو څرګنده ده، چې د مسلمان او انسان فايدې په کې نغښتې دي. د اسلام مبارک دين هېڅکله داسې کوم کار او عمل مسلمان باندې نه دي تحميل کړی، چې د مسلمان په کې زيان وي. هر هغه کړنه چې اسلام يې د کولو او يا نه کولو امر کوي، نو مسلمان ته يې ګټه په لنډ وخت کې په دې دنيا او يا هم د ابدي ژوند لپاره په هغه دنيا کې ده.
په دې لېکنه کې هغه شپږ لاملونه درته وړاندې کوو، چې ولې په مسلمان باندې د رمضان په مياشت کې ۲۹ يا ۳۰ ورځې روژه فرض شوې ده.
۱- د اسلام درېيمه بناء ده: روژه د اسلام مبارک دين د پنځه بناوو څخه درېيمه بناء ده، نو وړاندې مو دا خبر ذکر کړه، چې هر هغه څه چې د لوی خدای (ج) او د هغه د ستر پيغمبر حضرت محمد رسول الله (ص) له خوا يې لمر شوی دی، مسلمان يې بايد پرته دليل او ثبوت غوښتلو تر سره کړي.
۲- کورنۍ او ټولنه: د روژې د نېولو د ډېری ګټو څخه يوه ګټه دا ده، چې روژه لرونکی کس د روژې په نېولو سره کولی شئ، له خپلې کورنۍ او ټولنې سره ډېرې ښې اړيکې رامنځ ته کړي. په روژه کې عبادت کول، پشلمی او روژه ماتی کولو، ټولې هغه چارې دي، چې د اسلامي تړنې ترڅنګ خلک په ټولنيز ډول سره تړلي.
د کورنۍ غړي په يو ځای او په يو حالت کې سره اوسي، له روژې پخوا يې اړېکې سره نېږدې او خواږې کيږي او همدا ډول په ټولنيز ډول ژوند کې خلک د همدردۍ احساس پيدا کوي او په طعبيي ډول سره خلک دا سې يو فکر په روژه کې پيدا کوي، چې د خلکو پر وړاندې ښه رويه وکړي، مرسته ورسره وکړي او د غريب په حال خبر شي.
۳- په نعمتونو پوهېدل: يو انسان تر هغه د يو څه په قدر پوره نه پوهيږي، ترڅو چې يې هغه شي له لاس نه وي ورکړی او يا يې ورسره واټن نه وي رامنځ ته شوی. رژوه هم همداسې ده. له روژې وړاندې مسلمان چې هر څه وغواړي ويې څښي او يا وخوري نو کولی شي، خو په روژه کې د خوراک او څښاک په شتون کې ورته اجازه نشته، چې کوم څه وخوري او يا يې وڅښي، چې دا چار لامل کيږي، ترڅو مسلمان شکر اېستونکی جوړ کړي او د الله (ج) په نعمتونو باندې يې پوه کړي.
۴-عاجزي او خاکساري پيدا کېدل: روژه لرونکی کس د رمضان مبارکې روژې په نېولو سره عاجزي او خاکساري پيدا کوي. هر کله چې يو مسلمان په خپلې روغتيا او وجود باندې وياړمن وي او د غرور تر پولو نېږدې وي، نو د رمضان مبارکې مياشتې روژې په نېولو سره ورته څرګنديږي، چې انسان ډېر ضعيف، الله ته متحاج او پرته له خوراک - څښاک څخه د هېڅ کار د تر سره کولو وړ نه دی
۵- د وږو او غريبو له حال خبرېدل: يو مسلمان چې پانګوال او سرمايه لرونکی وي، نو ښايي په يوه ورځ کې په لسګونه داسې کسان وګوري چې د يوې ډوډۍ لپاره سوال کوي او پیسې غواړي، خو دغه شتمن د دوی د تشې معدې په درد نه پوهيږي، ترڅو چې يې خپله دغه چاره نه وي تجربه کړي. نو روژه خوار او شتمن دواړه په يو شان حالت کې ساتي، ترڅو د يو بل له وضعيت څخه خبر شی.
۶- روغتيا: اوسني طب په څېړنو کې دا څرګنده کړې ده، چې روژه نيول د هضمې سېسټم لپاره د استراحت دوره ده او په دغه وخت کې هضمي سېسټم په داسې ډول سره پاکيږي، چې په راتلونکي يوولسو مياشتو کې يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ کيږي.
وروستي