د کابل بهيرد پيښور افغان ادبی بهير ملاتړ اعلان کړو

افغان ادبي بهير په خپله اونيزه غونډه كې چې دجمعې مباركي په ورځ چې دروان كال دغبرګولي دمياشتې په ۲۸ مه چې دجون دمياشتي له ۱۸ مې نيټې سره سمون خوري په كاروان انسيټيوټ كې دهيواد دوتلي شاعر حاجي پيرمحمد كاروان په مشرتا به پيل كړه . دغونډې په ترڅ كې شاعر ليكوال او قانون پوه ښاغلي عبدالستار سعادت يو قرارداد وړاندي كړچې پكې دافغان ادبي بهير پېښور له ملګرو سره دملاتړ اعلانولو غوښتنه شوي وه . بهير والو په يوه خوله دافغان ادبي بهير پيښور په بيا فعاليدو دخوښي په څرګندولوخپل بشپړ ملاتړ اعلان كړ .
همدا رازاستاد اسدالله غضنفر او كاروان صيب په دې لړ كې ډيره خوښي څرګنده كړه او زياته يې كړه، افغان ادبي بهير ، چې له ډيرې مودې څخه يې فعاليتونه په ټپه ولاړ وه يو ځل بيا يې د پېښورمېشتو فرهنګيانو په هڅه او هاند په فعاليت پيل وكړ، بهير والو دا دپښتو ادب دپرمختګ او بډاينې په لار كې غوره پرمختك وباله.
دغه راز دغونډې ګډونوالو پېښورميشتو فرهنګپالو ځوانانو ته مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه،چې په دې لار كې خپلو هلو ځلو ته دوام وركړي .
 
دافغان ادبي بهير (كابل ) په استازيتوب نورمحمد سعيد