ژورخفګان یو خطرناکه مریضي ده چې نه یوازي ستاسو جسمي صحت متاثرکوي بلکي ستاسو هر ورځنۍ کار زیانمن کوي. نو ځکه د ډول ډول ناروغي مور ورته ویل سوي د چې نن سبا زیاتره خلګ پرې اخته دی لویه وجه یې په ورځنې ژوند کښي ستونزي او مشکلات دي.ډپریشن علائیم
۱. مایوسې او ناامېدي
په دې ناروغۍ اخته کسان زیاتره ژر مایوسه او نااومیده کیږي یو کار تر اخره نسي رسوالائ دا ځکه د نور په نسب ژر مایوسه کیږي چي بعضي وخت دا مایوسي دوی د ځان وژنې غوندي دروند قدم په پورته کولو مجبوره کوي.
۲. ژر غوصه کیدل
په ډپریشن اخته کس په وړو وړو او عادي خبرو غوصه کیږي او شخړه شروع کوي دوي یوازي د خبرو څخه منفي اخذ کوې.
۳. په خوب کښي ناارمي
د خوب کمېدل د پخوا په نسبت یا نا ارمه کیدل خوب کښي او کله چی سهار د خوبه پاڅي د تازګی احساس نه کول د ډپریشن علامي دي.
۴. په خوراک او وزن کې کمی
۵.په کار کې علاقه نه درلودل
۶.د ژونده بیزاره کیدل
۷.په بدن کې بغیره کوم دلیله درد پیدا کیدل
۸.د بليو وهیل چیلینج اخستل
۹. د جلد او معدې تکلیفونه
۱۰. د ځان وژونې فکر
که په پورته ذکر سوی علائم کې تاسې څلور علائم لري نو پوه سه چې په ډپریشن اخته کس يې.
ولې په ډپریشن اخته کیږو؟
لکه مخکې چې یادونه وشوه چې ډپریشن لوي دلیل ټولنیزي ستونزې دي لکه دنده نه درلودل، په کورنۍ شخړې، ډیر زیات په ځان فشار روستل، ډیروخت تنها اوسیدل، د زړه خبره په زړه کې ساتل، ډير سوچ او فکر کول او داسي نور...
ډپریشن درملنه
خوشحاله کېدل او خندل
که چيرې تاسو په ډپریشن اخته یاست نو کوښښ وکړئ چې ټوکو کتاب ولولئ یا ټوکې فلم وګورئ او یا داغسي ملګرو سره ناسته ولاړه ډيره کړئ چې زیاتي ټوکی کوې او ستاسي د خندا سبب شي . خندا نه ویوازي ستاسي ډپریشن کښي کموي راولي بلکي ستا سو صحت ته هم ګټوره ده.
جسم به حرکت راوستل
داسې عملونه در سره کړئ چې بدن مو په حرکت راسي لکه ځغستل په زیونو کې پورته او کښته ختل چي له امله يې ستاسو بدن زیات اکسجن جذبوي په زیاته اندازه اکسجن جذبولو سره د بدن غړي په حرکت راځي او مضر هارومون کمیږي او هغه کیمیاوي موادو اندازه اضافه کیږي کوم چې دماغ ته تسکین ورکوي.
د سرمالش او مخ مساج کول
سر مالش مخ او سترګو ته نرم مساج هم ذهني فشار کموي او د وينی دوران تیزه وی چي له وجي یې دماغ تازه کیږي. ټوله ورځ کار کولو وروسته پنځلس دقیقی دا کار مو د د ماغ ارمی سبب کیږي.
صبر او شکر کول
صابر انسان په خپل ژوند کې د نسبت نور ته د کمو ستونز سره مخ کیږي. ډپریشن په اصل کښي موږ په ځان کی ستونزه فشار او غمونو ساتلو ته وايي. نو دی لپاره تاسو په خپل ترځان کښته او کمزوري خلګو ته وګورئ او شکرګذاره سي څه چې لرې په هغه شکر وباسي او د خپلې کمبلۍ سره پښې وغځوې.
ډپریشن څخه د خلاصون یوه خاصه لاره
پنځه وخت لمونځ په پوره دینداري او توجو سره به ستاسي د ژوند څخه روحي تکلیف خو څه چې هره ستونزه ناامېدی څخه به مو مکمل خلاصون درکړي.
وروستي