د اسلام په وړاندې رسنيزه کلتوري جګړه او ﺯمونږ مسووليت
ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ
هغه څه چې يو ريښتنى مسلمان لپاره د سخت درد او پریشانی باعث ګرځي، اسلام په وړاندې د غرب منظمه رسنيزه کلتوري جګړه ده، چې د ځوانانو په ﺯړونو کې ايمان او عقيدې د کمزورتيا، شخصيت د ټيټوالى، اخلاقو دخرابوالي، لامل ګرځي.
دغى جګړې په ځوانانو خپلې ناوړه پايلې پريښي، د ځينو په وړاندې غير اسلامي شخصيتونه د خوښۍ او تقليد وړ وګرځيدل، يواځې دا نه چې په ظاهري کارونو کې يې تقليد کوي، بلکى په رويه، اخلاقي فساد، ناوړه ژوند او رﺫالت خپرولو کې هم په دوى پسې روان وي.
د دغې جګړى په وړاندې ﺯمونږ مسووليت
ددغى منظمې جکړىې په مقابل کې لاﺯمه ده چې مونږ هم ښه او په اسلامي فکر سمبال رسنې ولرو ترڅو ددى جګړې مخنيوى په داسې اسلامي کانالونو سره وشي، چې مسووليت یې داسې رسنيز پرسونل په غاړه ولري چې هغوی دیني پوهه، واقيعت پوهنه او خپل رسنيز مهارت سره يوځاى کړي، ترڅو داسلام پيغام ټولو ته ورسي.
ګلوبلايزيشن او اسلامي هويت
مونږ د تيکنالوژي او پرمختګ په عصر کې ژوند کوو، چيرته چې ﺯورواکې خپل ثقافت په کمزورو مني او هغوى هويت دختمولو هڅه کوي، پر ټولو مسلمانانو داسلامي هويت ساتنه او په هغو ديني، عقيدوي او اخلاقي اصولو ثبات واجب دي چې قران او نبوي احاديثو راښوولي دي، برابره ده که دا اصول د عقيدي پورې اړه لري، اویا هم په عبادت، شرعيت د د پلى کولو، حلالو او حرامو، کورني نظام او ښځينه احکامو، اخلاقي او اسلامي ارﺯښتونو پورې اړيکه لري، بايد مونږ په کلکه ددې ساتنه وکړو، او په هيڅ حالاتو کې لدې څخه تير نشو.
دې د ساتنى لپاره بايد د مسلمانانو ترمنځ داسې یو تړون موجود وي چې ټول په کې پدغه اصولو متفق وي، تر څو په نتيجه کې داسې فضا رامينځته شي چې په اساس يې د نورو ملتونو، نړيوالو تړونونو او ټولنو سره مناسب تعامل وشي، په مشترکه ګټو کې ورسره همکاري او مرسته وشي او له هغه څه ځان وساتل شي چې داسلامى ارﺯښتونو سره په ټکر کې وي.
وروستي