روهي (جمعه/۲۱ د غوايي)، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړی کریم صادق وایي که هند سره د ټسټ سیالۍ کې چانس ورکړی شي همدا به یې لومړنی او اخرنی ټسټ وي.
دا په داسی حال کې ده چې د جون په ۱۴ نیټه افغانستان له هند سره د ټسټ تاریخي لوبه لري. او افغانستان څو میاشتې د کرکټ نړیوالې شورا غړی شو.
کریم صادق وویل د ملي لوبډلې د یو لوبغاړي په توکه دا زما ارمان دی چې ټسټ لوبه وکړمه.
نوموړی وویل د افغانستان لپاره مې کرکټ په ډیرو سختو شرایطو سره پیل کړ، تر ډیرو ځوانانو مې سختۍ وګاللې او قربانۍ مې ورکړې او په دې کار مې ویاړم غوارم ماته په دې ټسټ لوبه کې چانس راکول شي او وروسته د ټسټ او فرست کلاس لوبو څخه به په ویاړ استعفی ورکړم.
د افغانستان د کرکټ بورډ د ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو لسګونو لوبغاړي هند ته د تمرین لپاره استول شوي چې دوی زیاته کړې چې له همدې لوبغاړو څخه به لوبډله جوړه کړي
وروستي