ای پي اېل کې د ډهلي لوبډله بهر او د راشد لوبډله نیمه پایلوبې ته وتلې

 (روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۱مه) د هند په سوداګریزو سیالیو کې تېره شپه د ډهلي لوبډله له سیالیو بهر او د راشد خان لوبډله دهلي ته په ماتې ورکولو سره  نیمه پایلوبې ته وتلې ده.
 
د شیکر دهاون او کین ویلیمسن په زړه پورې توپوهنې یې سنرایزز حیدراباد لوبډله د ۲۰۱۸م آی پي ایل دویم پړاو ته وویستله.
 
په دغه لوبه کې چې ډهلي لوبډلې لومړی ښه توپوهنه وکړه، او په ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو د ریشاب فینټ په زړه پورې سلیزې ۱۸۷ منډې جوړې کړې چې مخالف لوبډلې ته یې د ۱۸۸ منډو ستر هدف وټاکه.
 
د توپوهونکو لخوا یوازې شکیب الحسن ۲ ویکټې ترلاسه کړې او پخپلو ۴ اورونو کې يې ۲۷ منډې ورکړې، بله ویکټه بهوونیشور کمار واخیسته.
 
نوموړي پخپلو ۴ اورونو کې ۵۱ ډېرې منډې ورکړې، راشد خان په ویکټه اخیستلو بریالی نشو، او په ۴ اورونو کې يې ۳۵ منډې ورکړې.
 
بل خوا په ځواب کې کین ویلیمسن او شیکر دهاون د ۱۷۶ منډو ستره او مسوولانه ملګرتیا ترسره کړه، چې دهلي لوبډلې ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، او ټاکلی هدف یې ۷ توپونه وړاندې د ۹ ویکټو په توپیر پوره کړ، او دهلي لوبډله یې له ۲۰۱۸م آی پي ایل سیالیو بهر کړه.
 
په لوبه کې، شیکر دهاون له پېله تر پایه ولاړ وو چې په ۵۰ توپونو یې د ۴ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۹۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
 
همدا راز کین ویلیمسن په ۵۳ توپونو د ۲ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته ۸۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، شیکر دهاون د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.