دا لیکل ولولولئ او د ماشومانوژوند وژغورئ!
موضوع: نس ناستي یا (اسهال)
د نس ناستي تعریف: په شپه او ورځ کې د ۳ یا ډیر ځلو اوبلنو عایطه موادو دفع کولو ته نس ناستي وایې.
الف - کله چې ماشوم په نس ناستي اخته شي، څه پیښیږی؟
۱- د ماشوم د بدن مایعات او منرالونه ضایع کیږي.
۲-که ضایع شوي مایعات او منرالونه بیرته پوره نشي، د بدن د اوبو د کمیدو ، خوارځواکۍ او حتی د مرګ سبب ګرځي.
۳- دا حالت د ماشوم د معافیتي (دفاعي) سیستم د ضعیفه کیدو لامل ګرځي، او د ماشوم بدن د ناروغیو پر وړاندې مقاومت نشي کولای.
۴- نه یوازې ماشومان که لویان هم په سمه توګه درملنه تر لاسه نه کړي، نو د هغوي د مړینې سبب ګرځي.
ب: که ماشوم پر نس ناستي اخته شي باید څه وکړو!
ماشوم ته مو د سلامتي کڅوړه (زینک اور او آر اس) ورکړئ ځکه ثابته شوي ده چې:
۱- ماشوم د ژر ښه کیدو لامل ګرځي.
۲- د ماشوم قوت، انرژې، او اشتها لومړني حالت ته راګرځوي.
۳- د ماشوم سره مرسته کوي چې ښه نمو وکړي.
ج- ایا پوهیږئ چې او ار اس محلول څنګه جوړیږي؟
۱- لاسونه مو په صابون ومینځئ.
۲- څلور ګیلاسه اوبه جوش کړئ ، بیا یې یخې کړئ او په یو جک کې یې واچوئ.
۳- د او ار اس پاکټ خلاص کړئ او د او ار اس پودر په اوبو کې واچوئ.
۴- پودر یا محلول په جک کې په سمه توګه حل کړئ.
۵- ماشوم ته مو محلول په لږه اندازه تر هر ځل رفع حاجت وروسته د ورځې په جریان کې ورکړئ.
د: ایا پوهیږئ چې په نس ناستي اخته ماشوم ته څومره) (او ار اس) محلول ورکړئ.
۱- د ۲ کالو څخه د کم عمر لرونکي ماشوم ته نیم ګیلاس د هر رفع حاجت څخه وروسته ورکړئ.
۲- د ۲ کالو څخه تر ۱۰ کالو ماشومانو لپاره یو ګیلاس تر هر رفع حاجت څخه ورکړئ.
دوهمه برخه:
الف -د زینګ ګولۍ.
د زینګ ګولۍ مو ماشومانو ته ورکړئ ، او د زینګ ګولۍ ګټې په لاندي ډول دي.
۱- د نس ناستي شدت کموي، د نس ناستي دوام کموي، او تر دریو میاشتو پورې ماشو په نس ناستي نه اخته کیږي، او ماشومان په اسانۍ سره د زینک ګولۍ تحمل کولای شي.
ب- ایا پوهیږئ چې په کومه اندازه د زینګ ګولۍ ماشوم ته ورکړو؟
ب- د شپږ میاشتو کم عمره ماشومانو ته نیمه ګولۍ د ۱۰ ورځو لپاره ورکړئ او په نیمه کاشوغه کې د مور شیدو سره بې حل کړئ، او هغه ماشومان چې د شپږ میاشتو نه ډیر عمر لرونکي وي هغه ته یوه ګولۍ د ورځې تر لسو ورځو پورې ورکړئ یا دې وژوي یا یې ورته په اوبو کې حل کړئ.
د نس ناستي د خطر نښې!
۱- په عایطه موادو کې د وینې موجودیت
۲- شخوالی
۳- تکرارې کانګې
۴- خوبوړی حالت او هوش د لاسه ورکول
۵- د خوړولو ، څښلو، وړتیا نه لرل
۶ - تبه
د نس ناستي مکروب څنګه پیدا کیږي؟
۱- ناپاک خواړه
۲-ناپاکه اوبه
۳- ناپاک لاسونه او ګوتې
۴- حشرات ماشي او مچان
۵- په خلاصه فضا کې حاجت رفع کول او د بادونو او ګرمه هوا.
نوټ: د او ار اس محلول او زینګ ګولۍ به یو ځای ماشوم ته ورکوئ ، د زینګ ګولۍ او او ار اس پود په صحی پوستو کې پیداکیږي چا د پوستونه په کلینیکونو کې وي ، او وړیا ورکول کیږي او ډیر غوره درمل دي د بازار له دواګانو څخه ښه دي او چې کله مو ماشوم په نس ناستي اخته شو ژر تر ژره ورته د زینګ ګولۍ او او ار اس محلول ورکړئ.
مننه شیر کول یې صدقه جاریه ده.
وروستي