د هــر ژونـــدي پای
ویناوال: عبد العزیز بن عبد الله آل شیخ
مرګ او له دنيا څخه رخصتيدل د هر ژوندی پای دی. الله رب العزت دا حقيقت داسې بيانوي :(( كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ (۲۶) وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ)).الرحمن: ۲۶-۲۷
ژباړه: هر څه چې پر دغه ځمکه باندې دي، فنا کیدونکیېدي او يوازې ستا د رب ذات باقي پاتې کیدونکی دی، چې د جلال او درناوي خاوند دی.
بل ځای الله رب العزت فرمایې: (( كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ)). آل عمران:۱۸۵.
ژباړه: هر څوک د مرګ څکونکی دی، او تاسې ټول د قیامت په ورځ دخپلو خپلو پوره اجرونو موندونکي یاست.
د انسان په مرګ د هغه اعمال پرې کیږي، حساب ورسره پیلیږي، د ښو او بدو بدله ورکول کیږي.
د زنکدن سلګې او دنیا څخه د جلا کیدو سختې شیبې رایادې کړئ، الله جل جلاله يې په اړه وايې: (( وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ)). ق:۱۹.
ژباړه: بیا ګوره: هغه د زنکدن سلګۍ په حقه راغلي، دا مرګ همغه شی دی چې ترینه تښتیدلی.
قبر او تورتمۍ يې دريادې کړئ، يا به قبر ستاسې لپاره دجنت له باغچو څخه يوه باغچه وي او يا به هم دجهنم له کندو څخه يوه کنده وي.
دالله جل جلاله په وړاندې د ودريدلو ستر موقف او دهغې ورځې سختۍ دريادې کړئ چې اندﺯه پنځوس ﺯره کاله ده، خلک په کې دالله جل جلاله په وړاندې لوڅ، پښې ابله، او راوتې سترګې ودريږي.
هغه ستره ورځ درياده کړئ چې لمر به په کې د انسانانو سرونو ته د ميل په انداﺯه را نږدى کيږي، په دوی به لمر راګرم شي، دوى به د خپلو عملونو په انداﺯه په خولو کې ډوب وي، څوک به تر پونډيو پورې وي، څوک تر نامه پورې او څوک به په کې تر سره پورې ډوب وي.
الله جل جلاله ته د مخامخ کيدو هغه ورځ درياده کړئ چې ستاسې هیڅ راز به په کې پټ پاتې نشي الله جلاجله :(( يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَى مِنْكُمْ خَافِيَةٌ)).الحاقة: ۱۸.
ژباړه: هغه ورځ چې تاسې وړاندې کړی شی، ستاسې هیڅ راز به هم پټ پرې نښودل شي.
د سزا او حساب ورځ درياده کړئ، هغه ورځ چې تاسې ته به عمل نامې درکول کيږي، يا په شی لاسونو او يا په چپو لاسونو.
د عملونو تلله درياد کړئ: (( فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (102) وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فِي جَهَنَّمَ خَالِدُونَ)). المؤمنون: ۱۰۲-۱۰۳.
ژباړه: په هغه وخت کې چې چا د نیکیو پله درنه وي، دوی به بری ومومي او چا چې د نیکیو پله سپکه وي، هماغه کسان به وي چې خپل ځانونه يې تاوانی کړل، هغوی به په دوذخ کې د تل لپاره اوسیږی.
هغه ورځ درياده کړئ چې مومنانو ته به جنت د ننوتلو اجاﺯه ورکول کيږي، هغه ورځ درياده کړئ چې اواﺯ کونکى به اواﺯ کوي او وايې به اى د جنت والو: ” إِنَّ لَكُمْ أَنْ تَصِحُّوا فَلَا تَسْقَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَحْيَوْا فَلَا تَمُوتُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَشِبُّوا فَلَا تَهْرَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَنْعَمُوا فَلَا تَبْأَسُوا أَبَدًا “.
ژباړه: يقينا ستاسو لپاره به په جنت کې صحت وي چې هميشه به نه ناروغه کيږى، يقيناً ستاسو لپاره به ژوند وي چې هميشه به نه مرى، يقيناً ستاسو لپاره به ځواني وي چې د تل لپاره به نه بوډاګان کيږي، یقیناً ستاسو لپاره به نعمتونه وي چې د تل لپاره به نه خلاصيږى.
هغه ورځ درياده کړئ چې اواﺯ کونکى به اواﺯ کوي او وايې به اې د جنت والو: ” ستاسو لپاره دالله جل جلاله په وړاندې ژمنه او وعده ده غواړي چې درته پوره يې کړي، دوى به وايي: چې دا به څه وي، ايا ﺯمونږ مخونه يې نه دي سپين کړي؟ آيا مونږ يې جنت ته نه يو داخل کړي او له عذابه يې نه يو ژغورلي؟ دوي به ووايې: ولې نه، نو پرده به ليرې شي، دوى به د الله جل جلاله مخ ته وګوري، دوى ته به ددې نعمت په څير بل نعمت نه وي ورکړل شوی.
هغه ورځ درياده کړئ چې اواﺯ کونکى به اواﺯ کوي، اې دجنت والو، ستاسې لپاره په جنت کې تل پاتې والى دى، مرګ نشته او اې د جهنم والو ستاسې لپاره په جهنم کې هميشوالى دى مرګ نشته.
الله جل جلاله ته د خپلو بدو ويناو او عملونو څخه ريښتنى اوخالصه توبه وباسئ :(( يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا)).التحریم:۸.
ژباړه: ای مومنانو: الله جل جلاله ته توبه وباسئ، خالصه توبه.
اسلام د فرايضو خيال وساتئ لکه لمونځ، ﺯکات، روژه، حج،ښه اخلاق،… او له حرامو ډډه وکړئ.
مرګ مو تل په ياد ولرئ اوخپل اخرت او وروستى کور د ودانولو هڅه وکړئ.
وروستي