ولې د بريښنايي پېژند پاڼو پر وړاندې مخالفت؟

ولې د  بريښنايي پېژند پاڼو پر وړاندې مخالفت؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهی وېب پاڼې څښتن
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دورې څخه بيا تر نن ورځې پورې څو ځلې د بريښنايي پېژند پاڼو د وېش خبرې او بهير پيل شو، خو بيا د سياسي فشارونو له امله دغه بهير وځنډېد.

هغه کسان چې د بريښنايي پېژندپاڼو سره مخالفت ښيي لامل يې څرګند دی. دوی وايي چې افغان کلمه بايد په بريښنايي پېژند پاڼو کې ذکر نه شي. د افغان کلمې سره دا خلک ځکه حساسيت لري، چې دغه کلمه په پښتون ولس پورې تړلې بولي او له تاريخې لېدلوري وايي، چې په تېر کې افغان پښتون ته د کارونې کلمه وه.

پښتون هېڅکله د قوميت په ډول ځان ته افغان نه وايي، د پښتون قوم پښتون دی او ژبه يې پښتو ده. که پښتون ته وويل شي، چې قوم د افغان دی او يا ژبه دې افغاني ده، نو ورسره مخالفت ښيي. پښتون د ملت په ډول ځان ته افغان وايي او بيا د قوم په ډول ځان ته خپل نوم، تاريخ، کلتور، ژبه او کړه - وړه لري، چې د پښتون، پښتو او پښتني په نوم ياديږي.

دغه حقيقت له پيړو راهيسې په افغانستان کې مېشتو نورو وړونو ولسونو هم منلی وو. چې پښتون په قومي اساس پښون دی، نه افغان او د افغان کلمه هر هغه چاته اخېستل کيږي، چې د افغانستان تبيعت ولري.

په دې وروستيو کالونو کې په کور دننه يو شمېر سياسي واقعي او حقوقي شخصيتونو په څرګند ډول وويل، چې افغان د پښتون نوم دی او مونږ نه غواړو، چې پردی او بل هويت راباندې وتپلی شي. بيا نورو يې په نيغ ډول داسې درېځ خپل نه کړ، خو نور دلیلونه يې رامخ ته کړ او د افغان له کلمې سره يې خپل مخالفت په کې څرګند کړ.

ډېری افغانان په دې نظر دي، چې د افغان له کلمې سره حساسيت په لوی لاس د بهرنيو هېوادونو او شومو کړيو دسېسې دي، چې ورڅخه دوه موخې لري.

۱- لومړی: په افغانستان کې مېشت قومونه به چې په تېر کې هر څومره سره وران او خوابدي وو، نو د يووالي لپاره يو څه ورپاتې وو، چې هغه د افغان په نوم په يو ځای راټولېدل وو. اوس دوی هڅه کوي، چې د خپلو اوږد مهاله موخو په پار دغه د پيړيو يو او واحد افغان ملت داسې سره ووېشي، چې د يووالي او اتحاد په نوم کوم څه ورپاتې نه شي. بهرنيانو او ګاونديانو د همدې کار لپاره په کور دننه دغه چاره افغان سياسي کسانو ته سپارلې ده او دغه دسېسه يې په بېلا بېلو مثبتو نومونو ورته معرفي کړې ده، چې هم دوی په کې خپلې ګټې لټوي او هم د بهرنيو هېوادونو.

۲- دويم: که بريښنايي پېژند پاڼې ووېشل شي، نو هغه هېوادونه چې د افغانستان په جګړه او غمېزه کې خپلې ملي ګټې لټوي محدودې او ټاکلې به شي. لکه څه ډول چې ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې د بريښنايي پېژند پاڼو د وېش په رسمي پيل غونډه کې وويل، چې د بريښنايي پېژند پاڼو په وېش سره به دا مالومه شي چې څوګ افغان دی او څوګ نه دی.

بريښنايي پېژند پاڼې د هېواد پر امنيت، د وګړو پر شمېر، اقتصاد، د جنايي جرمونو په کنټرول او نورو لسګونو برخو کې د لوړ او مثبت اغېز درلودنکې کې دي، چې په پايله يې تر ډېره افغانستان له ناخوالو ځان رايستلای شي، چې دا چاره بيا د شر اچونکو هېوادونو په زيان ده.

دا چې ولې د بريښنايي پېژند پاڼو پر وړاندې مخالفت ښودل کيږي، تر يو بريده په پورته دوه ټکو کې څرګنده شوه. نن په دې خبرې کوو، چې اوس تازه دا پروسه په رسمي ډول پيل شوه او خو پر وړاندې يې مخالفتونو هم راښکاره شول.

۱- د سياسي واقعي او حقوقي اشخاصو مخالفت د بريښنايي پېژندپاڼود وېش پر پروسې څومره اغېز کولی شي؟ آيا شونې ده، چې د تېر په څېر به يو ځل بيا دغه پروسه له ځنډ سره مخ شي؟

۲- که چېرې د بريښنايي پېژندپاڼو سره مخالفې ډلې پر مخالفت کلکې ودرېږي او د دغه بهير پر وړاندې داسې خنډونه رامنځ ته کړي، چې حکومت او ولس د پخوا غوندې شاته تګ ته اړ کړي، نو ولس او حکومت ته يې بيا بديله لار څه ده؟

۳- که په بريښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې له لېکلو حکومت او ولس پر شا شي، نو د پردي پالو دويمه هڅه او حمله به د افغانستان په نوم نه وي؟

د روهي وېب پاڼې په نننۍ اونيزه خپرونه (روهي خبرې کوي Rohi Talks) کې په همدې موضوع خبرې کوو. تاسې د روهي وېب پاڼې ګران لوستوونکي او لېدوونکي هم کولی شئ، چې سره له اوسه په کمېنټ کې راته خپل نظرونه او ليدلوري او ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/۱۵ د غوايي، د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه تر ۱۰:۰۰ بجو پورې) په خپرونه کې په ژوندۍ بڼه راسره واخلئ.