(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۳مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا د شل اورېزو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له سرېلانکا مخکې شوې ده.
د نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان د کرکټ د ۱۲ غورو هېوادونو په ډله کې د ۸۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره اتم مقام خپل کړی دی.
ویل شوي، چې سرېلانکا بیا د ۸۵ امتیازونو سره نهم او بنګلهدېش د ۷۵ امتیازونو سره په لسم ځای کې قرار لري.
د کرکټ ڼړیوالې شورا وېب پاڼې له مخې، په نوې درجه بندۍ کې پاکستان لومړی، اسټرالیا دوهم او هندوستان په درېیم ځای کې دي.
له دې وړاندې د يو ورځینو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې بیا افغانستان د ۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره خپل لسم مقام ساتلی چې له نهم مقام لرونکي ویسټ انډيزه یې یوازې شپږ امتیازونه کم دي.
وروستي