پژواک؛ د اتصلات مخابراتي شرکت له لارې هم خبر ورکول پیل کړل

پژواک خبري اژانس؛ روهي وېب پاڼې ته په رالېږلې اعلامیه کې ویلي، چې دوی د "روشن، افغان بېسيم، ام ټي ان او سلام" مخابراتي شرکتونو سربېره، دا ځل د پیغام له لارې د خبر ورکولو سیستم د "اتصلات" له لارې هم تېره ورځ پیل کړ.
 
په اعلامیه کې پژواک ژمنتیا ښودلې چې د اتصلات له لارې به د هېواد مهمې پېښې په کم وخت کې تر هېوادوالو پورې ورسوي.
 
ویل شوي، چې دغه اژانس به په راتلونکي کې هم په کره او متوازن ډول خلکو ته د اطلاع رسونې د اسانتياوو برابرولو لپاره نورې هڅې هم کوي.
 
د لنډو پيغامونو کڅوړه په لاندې ډول ده:
په اعلامیه کې ویل شوي، چې له ورځنيو، اوونيزو او مياشتنيو کڅوړو استفاده کول، د خبر رسونې خدمتونو د کاروونکو په انتخاب پورې اړه لري.
 
په دغه اعلامیه کې د یادو خدمتونو د فعالولو لپاره، طریقه په لاندې ډول ښودل شوې ده.
 

  • که چېرې غواړئ، همدا اوس (د افغانستان له تازه خبرونو خبرېدل) له خدمتونو د ۵ افغانيو بدل کې هره ورځ ګټه واخلئ، نو د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۵)، د دري لپاره (۶) او انګليسي لپاره (۷) وليکئ او ۵۱۲ شمېرې ته يې واستوئ.
  • که د ۱۵ افغانیو په بدل کې د یوې اوونۍ لپاره ګډونته لېوال یاست، نو خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۸)، د دري لپاره (۹) او انګليسي لپاره (۱۰) وليکئ او ۵۱۲ شمېرې ته يې واستوئ.
  • که چېرې د ۳۰ افغانیو په بدل کېد يوې مياشتې لپاره خبرونو ترلاسه کولو ته لېوال یاست، نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۱۱)، د دري لپاره (۱۲) او انګليسي لپاره (۱۳) وليکئ او ۵۱۲ شمېرې ته يې واستوئ.