رازونه مو پخپلو سينو کې خوندي کړئ

رازونه مو پخپلو سينو کې خوندي کړئ
ليکنه: محمد بن إبراهيم الحمد
ژباړه: انديال ساپى
 
ځينې خلکو چې چاته د راز خبره نه وي کړي وخت پرې نه تيريږي، خو کله کله د راز څرګندولو نه لوی فساد او دښمني راپيدا شي.

ځينې خلک په هر چا باور کوي او خپل رازونه ورته لوڅوي، خو کله چې يې خبره د خلکو تر مينځ خپره شي نو خپرونکی ملامتوي، خو په دې اړه فکر نکوي چې دا پخپله د ملامتۍ وړ دی ځکه دا تر ټولو لومړی د راز خپرونکی وو.

عمر و بن العاص رضی الله وايي:
ما وضعت سری عند احد فلمته علی أن يفشيه *** کيف ألومه وقد ضقت به
ژباړه: چا ته چې خپل راز څرګند کړم نو په خپرولو يې نه ملامتوم حال دا چې زه يې په ساتلو تنګ ووم.

امام شافعي رحمه الله په دې اړه فرمايي:
إذا المرء افشی سره بلسانه *** ولام عليه غيره فهو أحمق
إذا ضاق صدر المرء عن بين نفسه *** فصدر الذی يستودع السر اضيق
ژباړه: کله چې يو کس خپل راز پخپله څرګند کړي او بيا يې په څرګندولو بل ملامتوي نو دا ډېر بې عقله دی ، کله چې د انسان سينه د خپل راز د ساتنې څخه تنګه شي نو د هغه چا سينه چې دا ور سره راز امانت ږدي ډېره تنګه ده.

په دې باور ولره چې د راز په پټولو به ته هيڅ کله پښېمانه نشې ، بلکې پښمانتيا د راز په ښکاره کولو کې ده. په مطلقه توګه په يو چا باور کول انسان د تاوان په لوري بيايي.

رښتوني وفا دا ده چې انسان هغه مهال د خپل ملګري رازونه وساتي چې تر مينځ يې د دوستۍ اړيکې وشليږي ځکه چې په دغه وخت کې د راز خپرونې لاملونه خورا ډېريږي، نو کله چې انسان د خپل ملګري مهمې خبرې خوندي کړي دا دده په سپېڅلتيا دلالت کوي.

يو شاعر وايي:
ليس الکريم الذی إن زلی صاحبه *** بث الذی کان من اسراره علما
بل الکريم الذی تبقي مودته *** ويحفظ السران صافی وان صرما
ژباړه: هغه څوک شريف نه دی چې د ملګري نه يې تېروتنه وشي او دا يې پټ رازونه ښکاره کړي، بلکې شريف هغه څوک دی چې دوستي تلپاتې وساتي او رازونه خوندي کړي که د ملګري سره يې اړيکې قايمې وي او که شيدلې وي.

کله د يو کس په زړه کې لږ څه وګرځي چې ولې يې ملګری ورڅخه هغه مالومات پټ کړي چې د خپلو چارو په اړه يې لري.

دې خبرې ته ځينو اشاره کړې وايي:
والخل کالماء يبدی فی ضمايره *** مع الصفا ويخفيها مع الکدر
ژباړه: دوست د اوبو په څير دی کله چې دوستي د صفا اوبو په څېر وي نو هغه څه ښکاره کوي چې په ذهن کې يې وي او کله چې يې دوستي د خړو په شان وي نو خپل راز پټ ساتي.

خو ځينې خلک بيا د راز په خوندي ساتلو کې (چې کله يې خپرېدل ضرر ګڼي) تر دې حده نصيحت کوي چې حتی له نېږدې ملګرو هم بايد پټه وساتل شي، ددې نظريې خاوندان ويره لري چې دغه دوست به بل دوست لري چې له هغه څخه به څه نه پټوي نو کله چې دغه راز هغه بل ملګري ته انتقال شي په کوم چې باور هم نشي کيدی نو بيا دغه راز عامه خبره شي .

محمد بن عبشون وايي:
إذا ما کتمت السر عمن اوده *** توهم أن الود غير حقيقي
ولم أخف عنه السر من ظنة به *** ولکننی أخشی صديق صديقي
ژباړه: کله چې د دوست څخه راز پت کړم نو داسې ګمان کوي چې دوستي مو رښتونې نه ده، خو زه راز له دې کبله نه پټوم چې په هغه بدګمانه يم بلکې د خپل دوست د دوست څخه ويرېږم.

د راز ساتلو په اړه پريکنده خبره دا ده چې دا کار له دوست سره د سړي په اعتماد د هغه په فضل او ذکاوت او د هغه پر پوهې پورې چې ته غواړې چې دا راز دې د هغه په سينه کې پاتې شي او بل چا ته دې انتقال نشي تعلق لري.

که چرته ستا دوست د پورته ځانګړتياو درلودونکی وي خپل راز ورته ووايه ځکه چې په دغه حالت کې ته او هغه د يو روح په څېر ياست چې په دوه بدنونو کې شتون او ځای لري.

مسکين دارمي وايي:
آواخی رجالا لست مطلع بعضهم *** علی سر بعض إنی جماعها
يظلون شتی فی البلاد وسرهم *** إلی صخرة أعيال الرجال انصداعها
ژباړه: له ډېرو خلکو سره دوستي لرم خو د ځينو رازونه ځينو نورو ته نه وايم بلکې د ځان سره يې خوندي ساتم ، دوی په مختلفو ښارونو کې ګرځي خو رازونه يې زما په زړه کې د هغې کلکې ګټې په څېر خوندي دي چې سړی يې په ماتولو نشي توانيدلي.