(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غويي۸مه) د افغانستان کرکټ بورډ او هندي یوې کمپنۍ تر منځ د افغانستان غوره لیګ تجارتي سیالیو د تنظیم چارو تړون لاسلیک شو.
ویل شوي، چې دغه تړون تیره ورځ په نوي ډیلي کې د افغانستسان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل او د افغانستان غوره لیګ اې پي ایل تنظیموونکې هندي ټي سي ام کمپنۍ د مشر ملیو شرما لاسلیک کړ.
ښاغلي مشعل ویلي، دوی اوس په ډیر مهم پړاو کې دي او د یو منظم کاري پلان سره مخې ته ځي.
اې پي ایل تنظیموونکې کمپنۍ ټي سي ایم مشر شرما وویل، افغانستان په نړیواله کچه په کمه موده کې، د نړۍ سترې بریاوې خپلې کړې.
له دې وړاندې په کابل کې د دې سیالیو د تر سره کولو تړون له سنیکسر هندۍ کمپنۍ سره لاسلیک شوی و.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک معلوماتو له مخې، هغه کمپنۍ به دا سیالۍ پر مخ وړي او نوې کمپنۍ به یې د تنظیم چارې تر سره کوي.
وروستي