
توره او د افغانستان د بدبختۍ ورځ، د ثور (۷ مه) او که (۸ مه)؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب ياڼې څښتن
نن د غوايي اوومه د ۱۳۵۷ د ثور کودتا ۴۰ کلېزه ده. د غوايي د مياشتې په اووه نېټه خلق او پرچم ګوند د هېواد د لومړي ولسمشر سردار محمد داوود خان په جمهوري نظام کودتا وکړه، نوموړی، د هغې د کورنۍ يو شمېر غړي او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د وخت ځيني لوړپوړي چارواکي يې شهيدان کړل. د سردار محمد داوود خان پر وړاندې د ثور د اوومې خونړۍ کودتا يوازې په خالق ديموکراتيک ګوند باندې تمامه شوه، خو له وړاندې د اخوان المسلمين او پرچم ډلې له خوا داسې دسېسې روانې وې، چې د محمد نادر خان کورنۍ ته په افغانستان کې د پای ټکی کيږدي او دغه کړنې د امپرېالېسټې امريکا او کمونېست شوري په هڅو روانې وې.
د غوايي کودتا چې يو شمېر خلقيان او پرچميان ورته د ثور انقلاب وايي، له لومړي ورځ څخه له سياسي او پوځي مخلفتونو سره مخ شوه. پخواني شوري اتحاد د ثور له کودتا څخه په پوځي، ماليي او سياسي ډول ملاتړ اعلان کړ او د خلق ګوند د دوو مشرانو نور محمد تره کي او حفيظ الله امين له وژل کېدو وروسته يې پرچم ډله واک ته ورسوله او د مرغومي په شپږمه شوريان هم په مسقيم ډول په پوځي ټاکنو افغانستان ته د پرچم نظام د ملاتړ او د دوی په وسيله د امريکا سره د مبارزې او جګړې په موخه راغلل.
هغه کسان چې له وړاندې د سردار محمد داوود خان د رژيم مخالف وو، په پاکستان کې ځای پر ځای شوي وو او ځيني وخت به يې د سردار محمد داوود خان د جمهوريت د ځپلو په موخه بريدونه هم تر سره کول.
لنډه دا چې، له ۱۳۵۷ د غوايي له اوومې څخه بيا تر ۱۳۷۱ د غوايي تر اتمې پورې د مجاهد او کمونېست په نوم په مېلېونه افغانان ووژل شول، ښځې کونډې او ماشومان يتيمان شول. له ۱۴ کلنې جګړې وروسته د هېواد ولسمشر ډاکټر نجيب الله په پاکستان او ايران کې د مجاهد په نوم وسلوالو ډلو ته د سولې وړانديز وکړ له ډېرو خبرو - اترو وروستهو شوريانو ته مهال وېش جوړ شو، ترڅو له هېواد څخه بهر شي او ډاکټر نجيب الله به حکومت وسلوالو ډلو (مجاهدينو) ته پرېږدي.
مجاهدينو په پېښور کې د پېښور معاهدې په نوم يو تړون وکړ، صبغت الله مجددي يې لنډمهاله ولسمشر اعلان کړ او ټولې مخالفې وسلوالې ډلې کابل ته راغلې. د حکومت او مجاهدينو ترمنځ د جګړې د ګوتو په شمېر ورځې تېرې شوې وې، چې مجاهدين په کابل کې د سياسي واک پر سر، ښکر په ښکر شول.
هېواد په شمالي، ختيځ، لوديځ، سويلي او مرکزي زونونو ووېشل شو او همدا ډول د کابل ښار دننه وسلوالو ډلو پاټکونه او پوستې جوړې کړې د جګړې په پار د غرونو سرونو ته پورته شول. دا د ثور د اتمې يا د اسلامي انقلاب او يا هم د مجاهدينو د بريا د ورځې را وروسته لوبه وه.
له ۱۳۷۱ څخه بيا تر ۱۳۷۵ پوري، هغه وخت چې طالبانو را پورته شول، د مجاهدينو حکومت يې نسکور او د افغانستان د اسلامي امارت په نوم نوی نظام يې رامنځ ته کړ. د مجاهدينو جګړې چې د کورنيو جګړو په نوم هم ياديږي، د کابل ښار د ورانېدو، د بې ګناه افغانانو د وژل کېدو او د سترو ځاني او ماليي تلفاتو څخه ډکې وې.
په ۲۰۰۱ کال کې د نوې ادارې په منځ ته راتګ سره د ثور اوومه يا د مجاهدينو د بريا ورځ په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه او د هېواد په اساسي قانون کې هم ځای ورکړی شو. دغه ورځ هر کاله د اسلامي انقلاب د بريا ورځ په نوم لمانځل کيږي او په څنګ کې ورسره د غوايي اوومه يا د ثور کودتا غندل کيږي.
ډېری افغانان په دې نظر دي، چې د ثور اوومه او د ثور اتمه داوړه د افغانانو لپاره تورې او د بدختۍ ورځې وې. په داوړ ورځو پسې شاته جګړه نغښتې وه او د افغانانو د ځاني او ماليي قربانيو په بيه تمامه شوه.
د روهي خبرې کوي Rohi ُalks په اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو.
۱- آيا د غوايي اوومه او اتمه دواړه تورې او د بدختۍ ورځې دي؟
۲- د غوايي د اوومې پايله ۱۴ کلنه جګړه شوه، نو د غوايي د اتمې پايله تر نن روانه جګړه نه ده؟
۳- آيا په کار ده، چې د جهاد په نوم له ولس سياسي باج واخېستل شي؟
۴- افغانان بايد د غوايي له اوومې او اتمې څه زده کړي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لوستوونکي او لېدوونکي هم کولی شئ، چې سره له اوسه په کمېنټ کې راته خپل نظرونه، لېدلوري، د غوايي د اوومې او اتمې خاطرې او وړاندېزونه ولېکئ او يا هم سبا ماسخوتن (نۍ، د غوايي د مياشتې په اتمه نېټه، د ماسخوتن له ۹:۰۰ تر ۱:۰۰ بجو پورې) په خپرونه کې په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.