کلونه وړاندې
همداسې مازيګر و، له يوې نابلدې شمېرې ورته زنګ راغى، د موبايل شيشې ته يې وکتل، وريځې يې سره وروستې سترګې يې د موبايل په شيشه خښې کړې ځان سره يې وويل: څوک به وي؟
ګوته يې د اوکې په تڼۍ ټينګه کړه:
سلام!
مخاطب پرته له ادا وويل:
ښه ده چې ته په کور پوره شوې
زه به يو څو ورځې غم تېر کړم ښه به شمه!
دې ورته څه ويل غوښتل خو زنګ قطع شوى و.
کلونه تېر شول بيا همغه مازيګر دى
د مسېنجر ترنګ شو يؤ پېغام راغى د مسېج خونې ته ننوته له يوه نابلده ادرسه يو پيغام راغلى دی
ليکلي يې دي:
زه لا همغسې په تا پسې خپل زړۀ خورم!
پنځلس کاله دادي زموږ له جدايۍ تيريږي.
ټکان يې وخوړ ذهن يې کلونه شاته لاړ، په بېړه د ميسج رالېږونکي پاڼې ته ننوته پېژندپاڼې عکس يې خلاص کړ ښه يې رانژدې کړ عکس کې
يو زېړ زبېښلى ځوان په شنو وښو ناست و عکس يې نور هم رانژدې کړ
د ځوان مخ ګونځي شوى و او له سترګو يې تورې حلقې تاو شوې وې
عکس يې ښکل کړ
او يوه غټه اوښکه د موبايل پر سکرين ورغړېده.
وروستي