غزل

يو څو څاڅکي دي د ويــنو زړه مې نه دی
زړه راخلمـــه لـــــــه ځينو زړه مــــــــې نه دی
لا د يار لاسونه کلک په ګـــــــرېوان نه دي
صبر ، صبر اوښکو سپيــنو زړه مې نه دی
لا خــــو بنـــد يم د دوزخ پــه دروازه کــــــې
د جنـــــت حــورو رنګيــنو زړه مــــې نه دی
اوس د شاتو څښل مې زړه برېښوي ياره
ستا دسرو شونډو شيرينو زړه مې نه دی
چــې باغـــي نه شي دا يو زړه راســــره دی
زړه وپـــس راوړه حســــينو زړه مې نه دی
طالب منګل