روهي (څلورنۍ/۵ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هېواد د کرېګټ ملي لوبډلې له لوبغاړو سره لېدنه وکړه او په بهر کې د افغانستان نوم د ځلولو له امله له دوی مننه وکړه.
محمد اشرف غني لوبغاړو ته په خطاب وويل، چې تاسې په بهر هېوادونو کې د افغانستان رېښتنې استازي او سفيران يي، چې د هېواد رېښتنې او تاريخي انځور مو نړۍ ته وړاندې کړ.
نوموړي زياته کړه، " تاسو د هغه هېواد استازیتوب کوئ چې تل یې له نوم سره جنګ او مرګ تړلی وو، مګر تاسو د ژوند کلیمه ورزیاته کړه. ټولو ته مو په خپلو کوښښونو او بریاو دا وښوده چې افغانان په منظمه او منسجمه توګه داسې ویاړونه او اتلولۍ ګټلی شي چې ټول ورباندې وویاړي."
د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړيوال جام ته د افغان ملي لوبډلې د بريا او نورو لاس ته راوړنو له امله، ولسمشر لوبغاړو ته د وزير محمد اکبر خان دولتي مډالونه او يو شمېر نغدې جايزې هم ورکړې.
محمد اشرف غني له لوبغاړو سره ژمنه وکړه، چې د ځمکې د ستونزې په ګډون به یې ټولو ستونزو ته په اساسي توګه رسیدګي وشي.
وروستي