څومـــره لرې درنه اوسم دوزخونو کې وطنـــــــه
مدام ګرځــــم بې له تا نه په غمونو کې وطنـــــــه
بې وسي مې دردوي اوژړوي مې چې ته سوزې
دبارودو سرو سکروټو سرواورونو کې وطنـــــــه
که جنت شي کـــــه قدم په قدم ولــــري کــــــــوثرې
خوښې نه شته په پرادیو وطنونو کی وطنـــــــه
ستاپه ياد مې اوښکې راشي دواړوسترګوکې مې ډنډ شي
ګرانه تـــــه يې زمــــــا داوښکــــو پــــــه ډنډونو کې وطنـــــــه
ستا سبا راته ياديږي مازديګر مې نه هيريږې
ځکه ژاړمه مدام ستا په يا دونو کې وطنـــــــه
ته که هر څومره غريب یی ته که هرڅومره وران وران يې
ته زمــــا دخوښې ګل يې پـــه ګلــــــونـــــــــو کـــې وطنـــــــه
سوله غواړم وروري غواړمه چې تا نوره اباد کړو
چی معلوم شي ددنيا ټولو ملکونو کې وطنــــــــــه
ستا خوستی ټوټې شه غوښې وینه یی در ځارشه
چی اباد شې ستا وګړې سمو غرونو کی وطنـــــــــه
سيدکريم خوستی
وروستي