د نښتر دوديزې مشاعرې دويم تلين ولمانځل شو

د ۱۳۸۵ لمريز كال، د كب مياشتې په څلورمه نيټه، د پكتيا په تاريخي ښار ګردېز كې د نښتر دوديزې مشاعرې او ميلې دويم تلين ولمانځل شو.
دا ميله او مشاعره چې د ټول هېواد په كچه پكې شاعران او ليكوالان ګډون كوي، هر كال په ټاكلي نېټه د پكتيا ادبي ټولنې له اړخه جوړيږي، نوموړې غونډه د سهار له شپږو بجو څخه شروع شوه، تر اتو بجو په غېر رسمي توګه روانه وه، تر دې دمه د لاؤډسپېكر له لارې د استاد اولمير خوږې ترانې زمزمه كيدې، تر څو د هېواد له ګوټ ګوټ نه شاعران او ليكوالان راورسيدل، غونډه په رسمي شكل په اتو بجو پيل شوه، په سر كې قاري صيب عزيز ته بلنه وركړل شوه، چې د قرآن عظيم الشان د څو مباركو آياتونو په تلاوت سره غونډې ته اغاز وبخښي.
له تلاوت وروسته ما (خوږمن ځاځي)، چې د وياندويۍ چارې مې پرغاړه وې، مشاعره د ستر شاعر خداى بښلي اميرحمزه شينواري د يوه خوندور كلام په اورولو سره پرانېسته. د هېواد له هرې سيمې تر دوو سوو زيات شاعران ليكوالان راغلي وو.
د حكومتي چارواكو، ولايتي او ولسي شوراګانو غړو او قومي مشرانو ګډون د غونډې دويمه ښكلا جوړوله.
غونډې ته په سر كې ډاكټر حماس د پكتيا ادبي ټولنې مشر ډاكټر هاشم، د پكتيا ولايتي شورا مرستيال ښايسته جان، د پكتيا محترم والي رحمت الله رحمت ويناوې واورولې، د دې د پاره چې دا يو شاعرانه غونډه، يانې مشاعره وه، له زياتو خبرو نه پكې ډډه وشوه، دې سره جوخته مشاعره پيل شوه. د يادولو وړ ده، چې د نښتر دا دودويزه غونډه نه يوازې په پكتيا كې لمانځل كيده، بلكې په همدې ورځ په جرمني كې هم د هغه ځاى مېشت فرهنګپال او ليكوالو له خوا د نښتر دوديزې ميلې دويم تلين ولمانځل شو.
تر دوو بجو مشاعره ښه په درز كې روانه وه، د وخت د كموالي له كبله يو ځل بيا د پكتيا محترم والي صاحب ته بلنه وركړه شوه، چې هغه سوغاتونه، چې د پكتيا ادبي ټوله له خوا ترتيب شوي وو، ميلمانو ته وويشي، په لومړي سر كې د هېواد د مشرانو شاعرانو او ليكوالانو ته پېنځلس دانې لنګۍ له پكتيا نه د خپرېدونكې مجلې ((سليمان غر))، ((اريوب)) او زما شعري ټولګه ((په سوله كې سپرغۍ)) وويشل شوې.
په دې پسې وروسته څلوېښتو شاعرانو او ليكوالانو ته يوه يوه كتابچه او يو دانه قلم د سوغات په شكل وركړل شول، د سوغاتونو له وېشلو وروسته مشرانو او ميلمانو ته د پكتيا محترم والي له خوا ډوډۍ ترتيب شوې وه، د حكومتي چارواكو په ګډون او د غونډې د نورو برخه والو ته د پكتيا ادبي ټولنې له خوا د مهمند او روحاني بابا په هوټلونو كې ډوډۍ ترتيب شوې وه، د ډوډۍ له خوړلو وروسته د پكتيا ادبي ټولنې د مالي مسؤول له طرفه ټولو هغو ميلمانو ته چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلي وو، د موټرو د كرايې بندوبست وشو، د پكتيا ادبي ټولنې د ټولو غړو له هغو سره مخه ښه وكړه. بايد يادونه وشي، چې د نښتر د دې غونډې له پاره دا ځل په جرمني كې مېشت فرهنګپال دوست محمدامين بسمل څلوېښت زره افغانۍ مرسته كړې وه.
د پكتيكا محترم والي ډاكټر محمداكرم خپلواك دېرش زره كلدارې مرسته وكړه او همدا راز د پكتيا محترم والي رحمت الله رحمت لس زره كلدارې نغدې روپۍ، لس لنګۍ، څلوېښت كتابچې او يو شمېر نور سوغاتي توكي او د پنځوسو كسانو له پاره د غرمې ډوډۍ پرغاړه اخيستې وه.
د غونډې د وينا پرمهال يې وويل، چې تاسو د خدمتونو په درناوي كې زما له اړخه دوه نمرې ځمكه د ټولنې له پاره په فوق العاده ډول دركړل شوه، تر څو پكتيا ادبي ټولنه خپل ځاى او دفتر پكې جوړ او فعال كړي، چې د غونډې د برخه والو له خوا يې د پېرزوينې دا خبرې په خورا درنو چكچكو بدرګه شوې.
د غونډې كلك امنيتي تدابير د پكتيا امنيې قوماندان عبدالرحمان سرجنګ له خوا نيول شوي وو، چې د دوى دا مرستې د خپل هېواد، كلتور او فرهنګ سره د بې كچې مينې څرګندويي كوي.
خوږمن ځاځى
پكتيا
د وارې مجلې څخه
د نوموړې مشاعرې د انځورونو د ليدلو لپاره دلته كليك وكړئ