
تروا،اتلانتيس،بابل او ځينې نور د پخوانۍ نړۍ هغه هېر شوي پرمختللي ښارونه دي چې نومونه يې نن يوازې په تاريخي متنونو او ولسي کيسو کې ياديږي.
د دې ښارونو په اړه به ډېرو ښايي اورېدلي وي چې پخپل وخت کې يې ښکلا،ارزښت او مينه وال بېساري ول،د دې ښارونو کيسې په افسانوي کيسو کې هم شته خو تراوسه له دغو پخوانيو متمدنو سيمو چاليدنه نه ده کړې.
د ايران خبري اژانس فارس چې په دې اړه يې يو ځانګړى څېړنيز رپوټ چمتو کړى وايي جګړې،قحطۍ،سېلاوونه او ځينې نورې ناخوالې دا لامل شوي چې دا پرمختللي لرغوني ښارونه له منځه لاړ او له ياده ووتل.
دغه اژانس پخپل رپوټ کې له دغو ښارونو څخه د لومړني نوم ترواښيى او وايي د دې لرغوني افسانوي ښار نښې،نښانې د نولسمې زېږديزې پېړۍ پرمهال د ترکيې په اناتوليا ښارکې وموندل شوې،په اساطيري کيسو کې تاريخ ليکوالو د دې ښار فاتحين يونانيان ګڼلي خو دايې هم ويلي چې همدې فاتحينو د دې ښار تر نيونې وروسته دا لرغونې سيمه په اور لمبه کړه.
د همدې ښار په ماهوريانو غونډيو کې لرغونپوهانو د شپږ عشاريه يو متر په لوړوالي يو دېوال هم وموند،چې راويې سپړه نهه نورښارونه يې پکې وموندل،په دې نهو ښارونو کې يوبابل نومېده،د دې ښار باغونه د عظيمي امپراتورۍ له مهمو لرغونو نښو حسابيږي،د لرغوني يونان پېژندل شوى تاريخ ليکوال هرودوت که څه هم ترمرګه د دې ښار په ليدو بريالى نه شو خو د اوريدو له مخې يې د ښايست ستاينه پخپلو ډېرو ليکنو کې کړې.
د بابل ښار دېوالونه او د شمالي ماڼۍ ويجاړې برخې يې هم په نولسمه زېږديزه پېړۍ کې موندل شوي،اوس يې د ستوري دروازې يو شمېر روغې پاتې برخې د نندارچيانو په واک کې دي.
فارس خبري اژانس د خپل رپوټ په دوام کې اکروتيري هم يو له لسو هېرشوو لرغونو ښارونو يو ښودلى خو کره او ډېر معلومات يې په اړه نه دي ورکړي.
په دغه رپوټ کې ماچوپيچو هم يو له لرغونو ښارونو ګڼل شوى،داښار په اړه راغلي چې د اينکاامپراطورۍ اړوند و او له پينځلس سوه دېرشم کال راهيسې له خلکو هېردى.
د دې هېرشوي ښار د موندنې کال نولس سوه يوولس يانې تر هېريدو څلور سوه کاله وروسته يې او موندونکى يې امريکايي لرغونپوه هيرام بينګهام ښودل شوى.
د پتراپه نامه د يوه بل لرغوني ښارپه اړه ويل شوي چې په ګلو کې پټ ښار او ليدو ته يې له يوعشاريه شپږ کيلومتره لېرې سيمو څخه پر ډېرو ستونزمنو لارو نندارچيان راتلل.
په دې لرغوني ښار کې د زرو قبرونو ترڅنګ يو حلالځاى او يو عبادت ځاى هغه لرغوني اثاردي چې لاهم شته،لرغونپوهان په دې اند دي چې د دې ښار استوګن کوچيان ول او دا سيمه يې د اوبو د بېلا،بېلو چينو په لرلو غوره کړې وه.
د نړۍ د دې لسو پخوانيو ښارونو شپږم هغه په فرانسه کې د اورادورسورګلان ښار ښودل شوى او دا هغه ښار ګڼل شوى چې کله هم ورک شوى نه دى.
په دې ښار کې د دويمې نړيوالې جګړې پرمهال ګڼ نازيان وژل شوي،دغه راز پکې شپږ سوه څلورويشت مېشت الماني سرتېري په نولس سوه څلورڅلوېښتم کال کې وژل شوي.
دا ښار له هماغه مهاله بې انسانه شو،ونړېد او لا هم د انسان په نامه د څه درک پکې نشته.
د نړۍ اووم هېرشوى ښارکارتاژ نومېږي،د دې ښارکه يو شمېر برخې که څه هم لاشته خو بياهم ګرانه ده چې د دې سرحدي ښار پر مخ څوک پل کېږدي.
دا ښار دوه ځلې د جګړو اور وسيزه،د دې ښار د نندارې اجازه اوس يوازې له ځينو لېرو سيمو نندارچيانو ته ورکول کېږي.
د ياد شوو ښارونو په ډله کې اتم هېرشوى ښارتيکال نومېږي،دا د امويانو په لرغونې پرمختللې ټولنه کې پلازمېنه ګڼل شوې،تيکال پخپل وخت کې تر څلور زرو ډېرې ودانۍ او نوي زره استوګنځايونه لرل،دا ښارد ميلاد په نهه سوم کال د اموي خلافت تر نسکوريدو وروسته وځپل شو،بياځنګلي ونو پخپله غېږ کې له خلکو پټ وساته ترهغې چې اروپايي لرغون پېژندونکو په نولسمه زېږديزه پېړۍ کې ومونده.
د نړۍ په دې لسو هېرشوو ښارونو کې نهم يې کوئلاپ نومېږي،د دې ښارلرغونوالى د اينکاهانو تر تمدن وړاندې ګڼل شوى،ددې ښار شمالي غاړې ښايسته ځنګلونو پوښلې وې.
او په دې لرغونو هېرشوو نړيوالو ښارونو کې وروستى لسم هغه يې آنکورنومېږي چې ويل شوي د خمرکامبوج واکمنۍ پلازمېنه وه او اوس د ډېرو ځنګلونو له امله په ډېرو برخو وېشل شوى.
دا ښارچې د معجزه ډوله ښارپه نامه نومول شوى،يوسلو څلوېښت کاله وړاندې يوه فرانسوي لرغونپېژندونکي وموند.