په ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بيلګې (چغلي کول، له څېړنې پرته د خلکو په اړه خبرې اورېدل او منل )

په ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بيلګې (چغلي کول، له څېړنې پرته د خلکو په اړه خبرې اورېدل او منل )
ليكنه: محمد بن اإبراهيم الحمد
ژباړه: انديال ساپى
 
په تير پسى....
(۹) چغلي كول:
د فساد په نيت د خلکو تر مينځ خبرو وړلو راوړلو ته چغلې وايي.
ډېرې دوستانې يې خرابې کړي او ډېرې خپلولی يې ړنګې کړي, خو چغلي لکه د غيبت په څیر د ښو خلکو څخه نه صادريږي, بلکې د سپکو خلکو له خوا صادريږي.

مخور خلک له داسې خويونو څخه ډېر لرې وي او له كولو يې ځان ساتي.
چغلګرو ته غوږ نيول او هغوى ته زړه مايله کول د لمدی خټې په څېر دی چې د لا لمدولو لپاره يې لږې اوبه دارو وي، څوک چې چغلګرو ته غوږ نيسي او يا ورته زړه مايله کوي په ګناه کې ورسره شريک دی. څوک چې د چغلګرو خبره مني، پیروی يې کوي او خبره يې رښتينې ګڼي نو هيڅ دوست او ملګری به ورته پاتې نشي.

يو شاعر وايي:
ومن يطع المواشين لا يترکوا له صديقا ولو کان الحبيب المقربا
ژباړه: څوک چې د چغلګرو خبره مني نو هيڅ دوست به ورته پاتې نشي اګر که ډېر نېږدې هم وي

امام شافعي رحمه الله فرمايي:"قبول السعايه شر من السعايه لإن السعايه دلالة والقبول اجازة وليس من دل علی شیء کمن قبل واجاز".

ژباړه: چغلي منل د چغلۍ ډېر زيات بد دي ، ځکه چغلي دلالت او لارښوونه ده او منل يې اجازه وركول دى او د يو شي دلالت او لارښوونه د هغه د منلو او قبلولو په څېر نه دي.

(۱۰) له څېړنې او ثبوت پرته د ځينو خلکو په اړه د نورو خبرې اورېدل او منل:

د پورتني کار څخه ډېر خپګانونه مينځ ته راغلي دي، ډېرې دښمنۍ يې پیدا کړي دي.

شيخ عبدالرحمن سعدي رحمه الله پدې اړه وايي:" په ټولنه کې له څرګندو او خطرناکو خطاګانو څخه يوه هم د ځينو خلکو څخه د نورو په اړه خبرې منل او اورېدل دي او بيا په هغې مينه او كينه, ښه او بد بنا کول دي, په دې كار څومره پېښې مينځ ته راغلي چې پايله يې پښېمانتيا وي ، کومې خبرې چې خپرېږي يا خو حقيقت نلري او يا ورسره شل نورې خبرې دهغی چا لخوا ملګرې کيږي چې ټولنه کې خبرو د انتقالولو په وخت په دروغو او بی پروایی پیژندل شوی دی.

په هر چا لازم دي چې د يو کار نه وړاندې پلټنه وکړي او د چالاکۍ څخه کار وانخلي ځکه په دې سره د انسان دينداري، پوهه، سړيتوب او ذکاوت ارزولی شو.
ادامه لري.....