د وطن ښکلا او د هغې درد

د دنیا په جغرافېو کې ښکلي ځای دی
چې د غرونو او سیندونو، کانو ځای دی

دې وطن کې شتمنۍ او ښکلاګانې
چې د ګل او د بورا د سکون ځای دی

که تاریخ او مدنیت ته يې ورځېر شې
د ميروس او د احمد د میدان ځای دی

د غریب او د مظلوم چې لاس نيوي کړي
دا د لویو تاریخونو داستان ځای دی

که په دین باندې مېن وطن ته ژمن وي
د مظلوم آه او فغان د امت ځای دی

چې د هر دور جابر پرې صرفه نکړي
نو اهمیت يې نمایان پٌر اهمیت ځای دی

د ښایسته قومونو ژبو جوړ توکم دی
د پښتون، تاجک، ایماق او هزار ځای دی

په خورا ثقافتونو چې مامور دی
د نرګس، لاله بهار او نارنج ځای دی

په دې دومره ښکلاګانو، ارزښتو کې
په بمونو باندې وران دا شرین ځای دی

اتفاق او اتحاد چې بیا محکم شي
دې خوارۍ ته مو محتاج دا ټوتې ځای دی

چې په خپلو کې وژني سره پريږدو
د غلیم او د ظالم د لویدو ځای دی

چې دا خپل اتحاد جوړ غلیم مختور کړو
دغه راز ته نور مجبور دا یتیم ځای دی

چې غلیم مو په اډو کې پادشاهي کړي
د هغوي په لاس روان دا ناورين ځای دی

چې مکار جابر پردې وطن نه لاړ شي
د طالب او د اردو اتحاد ځای دی

د وطن بچیانو ویښ شئ نور هوښیار شئ
د اصلي عامل خلاف د پرلت ځای دی

چې فحشا، ظلم، فساد ریښي ونکړي
ددې کار خلاف ولاړ ځوان فکر ځای دی
چې میډيا وسائل ټول وطن ته ژمن شي
دا په خپل کلتور ولاړ مسلمان ځای دی

ترقي او اتحاد له ربه غواړو
دغه لارې ته روان دا ستي ځای دی

چي په مینه يې هلال قلم را جګ کړ
نو خدمت ته يي ولاړ ځوان نسل ځای دی
2018/04/22