د مسلمانانو لومړنۍ قبله، د خوږ نبي (صلی الله عليه وسلم) د معراج او اسرا محل القدس چي ارزښت او فضيلت ډير روښانه دي، چې د هر يو فضليت او ارزښت يادول او څيړل ليکنه اوږدوي.
نو صرف غواړم پدې ليکنه کې په څو مختصرو نقطو سره د قدس په باره کې خپل احساس او نظر تاسو سره شريک کړم.
نن د قدس او اسلامي خاورې لاندې کيدلو سببونه زموږ د ايمان کمزوري، غفلت، تعصب، ورور وژنې او داسې نورو ځانځانيو څخه عبارت ښکاري.
قدس هم د يهودو لاسته وليدل مسلمانانو لپاره د غفلت د خوب څخه بيداريدلو لپاره يوه بله الهي څپيړې په څير ده او موږ ته د يووالي او بيا په پښو دريدلو درس راکوي.
او دغه د امتحانونو سلسله به تر هغه روانه وي چې ترڅو موږ مسلمانان خپل ځانونه نه وي پيژندلي، خپله انرژي په خپل منځي جکړو، ورور وژني او تعصباتو کې مصرفولو څخه مو ډډه او د پرديو څخه د خلاصون هر اړخيزې هلې ځلې نه وي کړي.
طبعا کفار ددې مشکلاتو منځته راوړلو او دايما ګرم ساتلو کې اساسي رول لري. خو که موږ ځانونه اصلاح کړو او د دوي د لوبو د ښکار څخه د بچ کيدو لاره ولټوو، په زيرکتيا او حکمت سره د اسلام خدمت او د خپلو نوامسو دفاع وکړو نو الله تعالی به بيا ان شاء الله دغه امت ته عزت او برۍ نصيب کړي.
څرنګه چې حضرت عمر رضي الله فرمايي: موږ لوېدلي خلک وو الله تعالی اسلام سره موږ ته عزت راکړ او پورته يې کړو.
نن مې ټولنيزې شبکي هم له خپل نظره يو څه تيرې کړې، ډيري داسې شبکې، فيسبوکي صفحې او اشخاص مې وليدل چې غوښتل يې خپلو برنامو او پوسټونو سره د ملت فکر ددې سترې مشترکې دعوی څخه بل لوري ته واړوي، مګر د الله تعالی فضل دی اوس مو خلک پوهيږي چې کوم وخت که څه اقدام وکړي.
فکر ته مو دا هم رانشي چې د خپلو ډيرو ستونزو او مشکلاتو سره سره قدس، حرمينو او نورو مظلمو لپاره غږ اوچتول به له موږ څخه افغانستان هير کړي. هيڅکله هم نه پدې سره موږ د ډيرو واقعو او دنياوي لوبو څخه د خپل وطن د مشکلاتو د حل لپاره الهام اخستلاي شو. او همدارنګه دې نتيجې ته رسيږو چې مشکلات مو نورو اسلامي ورورنو سره ډيرې مشترکي نقطي او مشابهتونه لري. بل دا چې دغه همغږي سره مونږ کې اسلامي يووالي روحيه هم پياوړي کيږي، نو کوښښ وکړو چې د بعضي مغرضو او هم ناپوهو اشخاصو تر تاثيره رانشو چې د يووالي له فکره بې خبره او لېري دي دا ځکه چې نو قدس زموږ د ټولو دی او الله تعالی دې موږ ته يووالي او قوت راکړي.
موږ ته د غفلت د خوب څخه د ويښيدو توفيق راکړي، تر څو په جدي شکل سره اسلام او نړۍ ته خدمت وکړو.
الله تعالی د زموږ هيواد او نوري ټولي اسلامي نړۍ باندې څومره مشکلات او سياسي لوبو سره مخ دي د خلاصون لارې اسانې کړي.
وروستي