
د وخت ارزښت
وخت داسې يوه سرمايه ده چې بيرته په هيڅ قيمت نه راګرځي، او د هغې څخه ښه استفاده شخص د پښيمانتيا څخه ژغوري او لوړو پوړو ته يې رسوي.
هم خپل وخت، هم د خپلو ماشومانو او شاوخوا ماحول وختونو ګټور شکل تيرولو لپاره او ښو برنامو رامنځته کولو لپاره د وخت تنظيم ته ضرورت دی.
په کورونو کې ماشومان لرو ايا کله هم د دغه ماشومانو د ذهنونو د انکشاف، د وطن او اسلام ته د خدمت لپاره يو بل سره مو ليدلي وي او يا هم ددې کار لپاره مو هڅه کړي وي. د ماشومانو کلنۍ رخصتۍ او نور ډير ساعتونه د برنامو په نه موجوديت له وجې بې ځايه تيريږي.
ښځې چې د امت نيمه برخه تشکيلوي ايا هغوي خپل وختونه څرنګه تيروي. يو بل پسې خبرو او تلويزونو تر شا هر قسمه ډرامو ليدلو سره تيروي، کنه کومه برنامه هم لري؟
نو دوستانو وخت د علم د تحصيل، پيسو د ګټلو، د ښه ژوند او صحت برابرولو لپاره دنيوي او اخروي ګټو د لاسته راړلو لپاره لويه سرمايه ده.
آيا څومره د ژوند وختونه مو هسې تير شوي؟
داسې ډير عمرونه وي چې د دنيا د ښه کولو او اخرت ته کار کولو پرته عبث تير شي. دا يو ډول د منابعو بې ځايه مصرفولو ته ورته دی.
او اکثره د بې خبرۍ او ناپوهۍ له وجې وختونه عبث تيروي، که چيرې د وخت په اهميت سړی پوه شي، نو بيا کولای شي چې ښه استفاده تري وکړي.
داسې ډيرې ځمکې شته چې د ښه کار کولو لپاره منتظري دي، داسې ډير شرکتونه شته چې د جوړولو يو څوک غواړي، داسې ډير موسسې شته چې جوړونکو او په کې کار کوونکو ته ضرورت دی، دا ټول کارونه د خپل فارغ وخت د يوې برخې په کار اچولو سره ترسره کيدلای شي.
زموږ په ټولنه کې د وخت د ضايع يوه نتيجه داده، چې لږ کتابونه ليکل کيږی او دغه ليکل شوي لږ کتابونه هم د ډيرو کمو خلکو لخوا مطالعه کيږي، خلک پخپل جهالت راضي کيدو او عبث ژوند تيرولو ته تياريږي.
او داسې خلک هم شته چې په بيسوادۍ يې هيڅ خوا هم بده نه وي، بدنونه د راحت او تنبلي خواته ميلونه کوي.
د تجارت ساحه هم د علمي ساحې څخه ډير فرق نه لري، په ډيرو کمو پيسو باندې بسنه او اسانه کارونو پسې منډې وهل د خلکو عادت ګرځيدلای. داسې کارونو پسې منډۍ وهي چې جهد او کار ته ډير ضرورت نه وي. او هغه کارونه هم په خوبونو او غفلت سره نن او سبا ته پريږدي.
زه دا نه وايم چې ټول وختونه په کار او زحمت سره تير کړو بلکې دا وايم چې د خپلې آرامتيا، خوشحالۍ او تفريګانو سره سره وختونه هم بايد خپل تسلط کې ونيسو، يعنې کاري ژوند يو خواته ټيل وهلو سره خپل غفلت په مرکز کې ونه نيسو.
رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو حديث شريف کې داسې فرمايي: دوه نعمتونه دي چې ډير انسانان په کې دوکه شوې دي؛ يو يې ښه صحت دی او بل هم فارغ وخت.
نو راځئ، چې د خپلو وختونو ښه استفاده وکړو، د الله تعالی رضا لاسته راوړلو او تر خپلې وسې پورې د خپلې جامعې د لوړولو لپاره کوښښ وکړو.