د ځمکې ورځ

په ۱۹۷۰ میلادي کال کې د اپریل په ۲۲ نیټه میلیونونه خلک سړکونو ته راووتل چې د ۱۵۰ کلن صنعتي پرمختګ د منفي تاثیراتو پر وړاندې مظاهره وکړي. د امریکا په متحده ایالاتو او په نوره نړۍ کې دود یا لوګئ په یوه وژونکي څیز بدل شوی وو او پدې اړه شواهد د پرمختګ په حال کې وو، ککړتیا (Pollution) د ماشومانو د ودې او پرمختګ په مقابل کې په لوی ګواښ د بدلیدو په حال کې وه. د ژوندیو موجوداتو د مختلفو انواعو ژوند له خطر سره مخ شو ځکه د حشره وژونکو او نورو ډول ډول درملو کارول د چټکۍ په حال کې وو او ککړتیا د زیاتیدو په حال کې وه.

د چاپیریال څخه د پوهاوي کچه په نړیواله سطحه لوړه شوی وه په ځانګړي توګه د امریکا په متحده ایالاتو کې د وخت ولسمشر او کانګرس په چټکتیا سره دغه موضوع ته ځواب ویلو ته تیار شول او په همدې کال کې په متحده ایالاتو کې EPA یا د چاپیریال څخه د ساتنې اداره او نور قوانین د چاپیریال په تړاو لکه د پاکو اوبو قانون رامنځته شول.

د ځمکې ورځ اوس هر کال په نړیواله کچه لمانځل کیږي او نږدې یو میلیارد خلک په ۱۹۲ هیوادو کې پدغه برخه کې فعاله ونډه اخلي او یوه له هغه ورځو څخه ده چې زیاته توجه ورته کیږي.

دغه ورځ نه تنها چې د پوهاوي د کچې د لوړوالي یو مدني خوځښت دی، بلکي یو سیاسي عمل دی تر څو د چارواکو خبراوي او عمل ته لار برابره کړي چې ځمکې ته د متوجه خطرونو په اړه سره مشترک بحثونه وکړو او خپل غږ پورته کړو تر څو مو خپله ځمکه ساتلئ وي. پدغه ورځ خلک مارشونه کوي، غوښتنلکیونه د ځمکې د ساتنې په خاطر امضأ کوي، نیالګي کینوي او خپل ښار او سرکونه په داوطلبانه توګه پاکوي.

د ۲۰۱۸ کال د ځمکې د نړیوالې ورځې پیغام دادی چې *پلاستیکي ککړتیا ختمه کړی* پلاستیک یو له هغه ککړتیاوو څخه دی چې خورا د اندیښنې وړ دی ځکه په چاپیریال کې په کلونو پاتې کیږي او د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځي. پلاستیک هغه ماده ده چې د ژوند چاپیریال یې د بحري ژوو لپاره زهرجن کړی، په خوراکي توکو کې د پلاستیک شتون د انساني هورمونونو د له منځه تلو باعث کیږي چې د وژونکو ناروغیو رامنځته کیدلو ته لار برابروي. د پلاسیتک دا بالقوه وده زموږ د ځمکې د بقأ لپاره ستر ګواښ کیدلی شي. په نړۍ کې ډیرو ښارونو د پلاستیک په کارولو بندیز لګولی او موږ هم باید په دغه برخه کې خپل سهم ادأ کړو او د پلاستیک له کارولو سره خورا احتیاط وکړو او په بدل کې یې داسې توکي وکاروو چې د چاپیریال د ککړتیا سبب نشي.

نو راځي چې: په دولت فشار راوړو چې د پلاستیک بدیل رامنځته کړي، د پلاستیک د استعمال په تړاو قانوني چوکاټ او بندیزونه برابر کړي او بالاخره خپل سهم ادأ کړو او پلاستیک په کارولو کې کمښت او بالاخره یې کارول بند کړو.

سره له دې چې د ۱۹۷۰ کال په نسبت زموږ د چاپیریال په اړه پوهاوی، معلومات، تکنالوژي، تربیه شوی بشري ځواک، قوانین او مالي منابع خورا زیات شوي خو د ځمکې او خپلو ځانونو د ساتلو په برخه کې لا ډیر شاته پاتې یوو.