ظلم د قران په هینداره کې

ظلم د قران په هینداره کې
قران کریم د الله متعال عظیم کتاب ظلم او ظالم څیړلي او د هغوي ټول اشکال او څېرې يي بربنډي او رسوا کړي، ورسته بیا په برخو ویشلي د هغوي اعمال او هغو ته ورته اعمال او مرسته کونکي ښودلې بیا الله جله جلاله له هغوي څخه د خپلي کرکي اظهار کړي او هغوي ته د سزا ډولونه ښودلي.

کوم ظلم تر ټولو لوی او مهم دی؟
په دي برخه کې، د ظلم او تيری اثار، د ظلم ډولونه، د ظلم او تیري مصداق د قران په ایاتو کې او یولس ډلې چې ظالم ترینې او بد تیری کونکې دي تر بحث او څړیني لاندي راځې.
ظلم او تیری، د ارزښتنو ضد او داسې یوه پدیده ده چې د هر انسان له فطرت سره مغایرت لري، او په ټولو الهی او مادي مکتبونو کې او په اقوامو او ملتونو کې رد او رټل شوي ده.
کولای شو ووایو چې وروسته له کفره او شرک څخه، (چې د ظلم مصداق دي) تر ظلمه او تیري  په قران عظیم شان کي بل شی دومر سخت زهرجن او بدتر نوي تعریف کړی.
 
د ظلم ډولونه
ظلم په درۍ ډوله دي:

  • ظلم په ځان
  • ظلم  په خلکو او نورو موجوداتو
  • ظلم په مکتب (یعنی دین)
  • د ظلم په ډولونو کي، تر ټولو لوی ترین او بدترین ظلم په مکتب او دین ظلم دي.
     
    د نور د تفسیر مفسر د صف د سورة د ۷ ایت چې د دي لوی ترین او بدترین ډول ظلم په باره کې لیکي:


  • څوک چې نه د عیسی زیری او نه د اسلام د پیغمبر معجزې منې او ټول له سره سحر وګڼې د تر ټولو د لوي افترا مرتکب وګرځید او ظالم ترین فرد دي.
  • په الهی انبیاوو افترا په الله افترا ده، هغو پیغمبر صلی الله علیه و اله و سلام ته «ساحر مبین»  ووایه الله د دوی دا عمل افترا په خپل ځان وګاڼه.
  • افترا په الله او په دین د الله له بد ترینو افترا وو څخه ده.
  • عظیم ترین ظلم، د خلکو مخنیوی له رشد او معرفت او حق ته له ورګرځېدو او عبادت څخه دی.
  • بدترین ظلم هغه ظلم دی چې ظالم ته ثابت وي چې ظلم دي خو دی بیا هم ظلم کوي.
  • په الله باند د افترا کولو نتیجه محرومیت د الله له هدایت څخه دي.
  • هدایت او ضلالت د الله په لاس کې دی، خو لارې برابرول يي د انسان په لاس او اختیار کې دي چې برابروي یه او کې لمنځه وړي.
  •  

    د قرانکریم په ایات کې د ظلم او ستم د ډولونو او اقسامو مختلف مصداق ذکر شوي دي، چې د انبیاو له لومړني خطا څخه چې د دوي پر خپل ځان ظلم دی او کم ترین ډول د ظلم دی بیا تربد ترین ډول د ظلم او ستم پوري شامل دي. په حقیقت کې د قران کریم د ایاتو په اساس هر لومړنی (ابتدای) خطا یا هره ګناه چې له سړي څخه وشې، دا یو ډول ظلم دی یا پر خپل ځان یا په بل باندي. او که په صدد د استغفار، توبې او جبران په صالحو کارونو سره له منځه لاړ نشي نو په عواقبو يې اخته کیږو. آدم او حوا (ع) چې کله لومړنۍ ترک یا خطا ورڅخه وشوه او له هغي ونې يې وخوړل چې منع شوې وه، سم دستې يې د الله دربارته استغفار وکړ او ویي ویل:  ربنا ظلمنا انفسنا و ان لم تغفرلنا و ترحمنا لنکونن من الخاسرین  (آدم او حوا علیهم سلام) وویل:  الهی! موږ پخپل ځان ظلم وکړ که موږ و نبخښې او پر موږ رحم ونکړې موږ به له زیانکارانو څخه یو. (اعراف ۲۳)
     
    د ظلم او ستم مصداق په قراني ایاتو کې
    الله متعال د قرانکریم په ایاتونو کې یو اتیا (۸۱) د  ظالمانو او ستمکارانو ډلې بللي دي چې دا خلک او ډلې عبارت دي له:


  • چا چې خپله ښځه  د ازار او اذیت لپاره ساتلي وي (بقره ۲۳۱)
  • د حضرت موسی علیه سلام له قومه څخه هغه ډله چې خوسکی ته يي عبادت کاوه (یهود) (بقره۴۵)
  • د حضرت موسی علیه سلام له قومه څخه هغه ډله چې د الله په قول کې تغییر راوړ (بقره ۵۹)
  • مشرکان (بقره ۱۶۵)
  • ناشکره یا د نعمت کفران کونکي (بقره ۵۷)
  • د الله له حدود څخه تېریکونکي (بقره ۲۲۹)
  • کفار (بقره ۲۵۴)
  • د ثمود قوم (ثمودیان) (اسراء ۵۹)
  • د ظالمانو ملګري (انعام ۱۲۹)
  • د یتیمانو مال خوړونکي په زور او چل (نساء ۱۰)
  • هغه څوک چې په الله دروغ تړې (ال عمران ۹۴)
  • هغه خلک چې بې له الله، پیغمبر او د اسلام له حکمونو پرته له بل چا قضاوت او انصاف غواړي (نور ۵۰)
  • د الله د پیغمبرانو تکذیب کونکي (نحل ۱۱۳)
  • د الله په بیغمبرانو تهمت وینکي (فرقان۸)
  • د نوح علیه سلام قوم (عنکبوت ۱۴)
  • د الله د ایاتونو انکار کونکي (عنکبوت ۴۹)
  • د مؤمینانو مسخره کونکي او مؤمینانو ته بد لقب ورکونکي (حجرات۱۱)
  • د ستم کونکو ملګري (ممتحنه۱۱)
  • هغه چې مرتد کېږي (ال عمران ۸۶)
  • بدکاران (ال عمران۱۹۲)
  • قاتلان (مائده ۲۹)
  • هغه خلک چې د یهودیانو او مسیحیانو تر سلطې لاند ځې (مائده ۵۱)
  • هغه څوک چې عیسی علیه سلام د خدای زوی بولي (مائده۷۲)
  • له حقه او د الله له حکمونو څخه سر غړونکي او تجاوزکونکي (مائده ۱۰۷)
  • په دروغو شهادت ورکونکي او قسم خوړنکي (مائده ۱۰۷)
  • د الله د پیغمبرانو او د الله د کلام د ایاتونو تکذیب کونکي (انعام ۳۳)
  • د مؤمینانو ترک کونکي (انعام ۵۲)
  • منافقین (حشر ۱۷)
  • د الله عذاب غوښتونکي (انعام ۵۸)
  • په الهي ایاتونو باندي ایراد نیونکی (انعام ۶۸)
  • د امر بالمعروف او نهي له منکر څخه ترک کونکي (انعام ۱۲۹) (د روایاتو مطابق)
  • د خلکو ګمراه کونکي (انعام ۱۴۴)
  • په ځمکه کې فساد کونکي (اعراف ۵)
  • په جنت کې ممنوعه وني ته نژدي کیدونکي (اعراف ۱۹)
  • ګناهکاران (اعراف ۴۱)
  • دوزخیان (اعراف ۴۴)
  • د بني اسرائیلو خسکی پرستان (اعراف ۱۴۸)
  • فروعونیان او د قریشو کفار (انفال ۵۴)
  • هغه کسان چې ناوړه کسان له یوبل سره برابروي (توبه ۱۹)
  • منافقان او د هغوي پیروان (توبه ۴۷)
  • هغه خلک چې د کارونو مبنا يي باطله ده (توبه ۱۰۹)
  • هغه کسان چې د پوهي او علم پر اساس د یو شي تکذیب یا تأیید نه کوي (یعني د یوشي په حقیقت ځان نه پوهوي او په جهل کې حکم کوي)
  • هغه کسان چې په الله دروغ تړي (هود ۱۸)
  • هغه کسان چې باطلې خبرې کوي (هود ۳۱)
  • د خمس او زکات نه ادا کونکي (انعام ۱۲۹)
  • همجنس بازان (لوطیان) (هود۸۳ )
  • غله (یوسف ۷۵)
  • د پیغامبرانو مخالفان (ابراهیم ۱۳)
  • د شیطان پیروان (ابراهیم ۲۲)
  • د غیر الهې مکتب پیروان (ابراهیم ۲۷)
  • د شعیب علیه سلام قوم (حجر ۷۸)
  • د حق په وړاندي لجاجت کونکي (اسراء ۸۲)
  • د طاغوت ملګري (کهف ۲۹)
  • د شیطان ملګري (کهف ۵۰)
  • بي تقوا انسانان (مریم ۷۲)
  • هغه کسان چې الهی قانون ماتوي او تر پښو يې لاندي کوي (انبیا ۱۱)
  • هغه کسان چې د انبیاوو په زېرې او په ویرونه نه ويښېیږي او ویده پراته دي (انبیا ۴۶)
  • لومړنې ترک کونکي (انبیا ۸۸)
  • ډبر(کاڼې) زړي خلک (حج ۵۳)
  • د غیر الله عبادت کوونکي (حج ۷۱)
  • فرعونیان (شعراء ۱۱)
  • هغه کسان چې له خپله هوا او هوس څخه پیروي کوي (قصص ۵۰)
  • هغه کسان چې د انبیاو دعوت ته توجه نه ورکوي (فاطر ۳۷)
  • هغه کسان چې د بي ګناه خلکو زړه ازاره وي (صافات ۶۳)
  • غافلان (زمره ۲۴)
  • ګناه کاران (غافر ۱۸)
  • له حقې لاري څخه منحرفین (شوري ۲۱)
  • بد کاران (شوری ۲۲)
  • د نورو په حق تعدي (تېرې) کوونکي (شوری ۴۱)
  • هغه خلک چې ځان او کورنۍ يي د جهم مستحق ګرځولې دې (شوري ۴۵)
  • د جاهلانو د غوښتنو پیروي کوونکي (جاٍیه ۱۹)
  • تکبر کوونکي (احقاف ۱۰)
  • شیطانان (حشر ۱۷)
  • بي عمله عالمان (جمعه ۵)
  • د الهې کلام تحریف کوونکي او د پیغمبرانو د اوصافو کتمان (پټ) کوونکي (جمعه۷)
  • بخیلان (حدید ۲۴)
  • د الهې احکامو په وړاندي طغیان کوونکي (انسان ۳۱)
  • له الهې نعمتونو څخه ناوړه ګټه پورته کوونکي (ابراهیم ۳۴)
  • په امانت کې خیانت کوونکي (احزاب ۷۲)
  • د انبیاوعلیهم قاتلان (آل عمران ۱۸۲)
  • د بدو ملګري او دوستان (چې له بدو خلکو سره ناسته ولاړه کوي) (ق ۲۹)

    اوس چې د ظالمانو او ظلم ټول ډولونه مو له قران څخه وپیژندل ښه به دا وي چې په دي کې هغه تر ټولو بد ترین ظالمان د قران عظیم شان له وینا چې د الله عزه وجل وینا ده وپیژنوچې هغه کوم کسان دي؟ دا شناخت له موږ سره کمک کوي چې خپل کړه وړه د قران له دي ویناو سره تطبیق کړو که په موږ کې یو له دغو صفاتو څخه چې الله تعالي د ظالمانو په اړه فرمایلي دي موجود وي، نو توبه پرې وکړو او خپل ګناهونو د ښو صالحو کارو په کولو سره جبران کړو. او له دي مهلکي او تباه کونکي پدیدي څخه لري ووسو.
  • ظالمترین افراد او ډلي یولس دي
    د هغو ټولو افرادو او ډلو په منځ کي چې قران کریم ورته د ظالم خطاب کړي یولس هغه ډلي یا خلک دي چې «په ظالم ترینو او بد ترینو» کې راځې چې عبارت دی له:


     
  • په مسجدونو کې د الله له ذکره او عبادت څخه منع کونکي کسان (بقره ۱۱۴)
  • د شهادت کتمان (پټ) کوونکي (بقره۱۴۰)
  • د الله د ایاتونو تکذیب کوونکي او په الله باندي افتار کوونکي (انعام۲۱)
  • هغه کسان چې په دروغو وايي چې ما ته وحیه کېږي (کاذب پیغمبران) (انعام ۹۳)
  • د خلکو ګمراه کوونکي (انعام ۱۴۴)
  • هغه کسان چې د الله له ایاته څخه مخ اړوي (انعام ۱۵۷)
  • هغه کسان چې په الله باندي دورغ تړي (کهف ۱۵)
  • د حق او حقیقت تکذیب کوونکي (عنکبوت ۶۸)
  • د ریښتیا او حق خبري تکذیب کوونکي (زمر ۳۲)
  • د نوح علیه سلام قوم (نجم ۵۲)
  • هغه کسان چې اسلام ته دعوتېږي او رد کویي (صف ۷)
  •  
    د ظلم او ستم اثار
    ظلم او ستم ډیرزیات مخرب او مهلک آثار لري لکه څنګه چې ویل شوي چې دا د دنیا او اخرت تباه کوونکي بلا د روح او جسم ویجاړونکي په لنډه  ویلي شو چې ظلم او ستم د نابودی او تباهي او همدارنګه د انسان جسم او روح په دُنیوي عذاب او اُخروي خواري او ذلت اخته کوی! اودا آثار خپله د انسانانو له لاسه دي الله عزوجل د هیچا او هیڅ موجود په حق کې نه په دنیا نه په اخیرت کې یوه ذره ظلم او ستم هم نکوې. له دي سبب علی کرم الله وجهه وايي په الله قسم که څوک ماته دا ټوله دنیا د یوه میږي په خوله کي د غنم د پوست په اندازه د خدای په وړاند د ظلم لپاره راکړي، لا به دا یوه ذره ظلم و نکړم د ټولوي دنیا په بدل کې.
     
    ډیره په ځاي او ښه به وي چې د سورة ابراهیم  د ۴۵ ایات توصیه په پام کې نیولو سره د تاریخ د ظالمانو او ستم کونکو سرنوشت د ځان لپاره عبرت ونېسو او د هغو اخرې له شرمه ډک او مهلک عاقبت څخه خبر شو او ځان له دي بدي،  شرم او انسان تباه کوونکي پدیدې څخه لري وساتو.
    په قرانکریم کې ځینې د ظلم له آثارو څخه عبارت دي له:


  • ظالمان په دنیا او اخرت کې په عذاب اخته کېږي (کهف ۸۷)
  • په ورځ د قیامت ستمکوونکي سخت عذاب نېسې (یونس ۵۴)
  • د بني اسرائیلو د خسکي پرستانو د ډلې قتل (بقره ۵۴)
  • په دوزخ کې به د شیاطینو ملګري او همنشین وي (زخرف ۳۹)
  • د الله د زهرجنو عذابو په معرض کې به اوسې (بقره ۱۶۵)
  • له حقي لاري څخه ګمراه  کېږي او نه بخښل کېږي (نساء ۱۶۷-۱۶۸)
  • له دوي څخه یو نا مناسبه نسل پاتېږي (انعام ۴۵)
  • د بیزو په څیره مسخ کیدل (اعراف ۱۶۶)
  • هلاکت (یونس ۱۳)
  • همېشنۍ عذاب (یونس ۵۲)
  • له اسمانه څخه عذاب رانازلیدل په ظالمان(هود ۶۷)
  • مهلت نشې پیدا کولای (نحل ۸۵)
  • بدبختي (کهف ۵۹)
  • شفاعت د دوي دحال نه شاملېږي (مؤمنون ۲۷)
  • د الهي تهدید په معرض کې به قرار لري (شعرا ۲۲۷)
  • د ظالمانو ښارونه او کورنه حتمي ورانېږي (نمل ۵۲)
  • د قیامت په ورځ د دوي عذر نه منل کیږي (روم ۵۷)
  • باید د دوزخ ور وڅکې (کهف۵۹)
  • تحقیق او پوښتنه ور څخه کېږي (صافات ۲۲)
  • که دا ټوله ځمکه په بدله کې ورکړي هم له عذاب څخه نشې خلاصیدي (زمر۴۷)
  • دردونکی عذاب د دوي په انتظار دی (زخرف ۶۵)
  • په برزخ کې په عذاب کېږي (طور ۴۷)
  • په لوي عذاب اخته کېږي (فرقان ۱۹)
  • پاک شي د ظالمانو په ډله حرامېږي (نساء ۱۶۰)
  • د صاعقي هدف یا نښه ګرزي (نساء ۱۵۳)
  • په قیامت کې شدیده او سخته پښمانې لرې (فرقان ۲۷)
  • بری نه مومي (انعام۲۱)
  • په سختۍ سره به مري (انعام ۹۳)
  • شدید طوفان او د غضب اوبه به باندي نازیلېږي (عنکبوت ۱۴)
  • له الله سره ساتل کېږي (سبا ۳۱)
  • غم خور او مرستندوي به په قیامت کې نه لري (شوری ۸)
  • د مرګ په وخت کې د ملائیکو تر ضربو او وهلو لاندي راځې (نساء۹۷-او نحل ۲۸)
  • د الله عهد دوي ته نه رسې  (بقره ۱۲۴)
  • د الله نه خوښېږي (آل عمران ۵۷)
  • دوي نه هدایت کېږي (آل عمران ۸۶)
  • اُخروي بدځاي لري (آل عمران۱۵۱)
  • په ابدي خواري اخته کېږي (آل عمران ۱۹۲)
  • په دنیا کې له بشري ټولنې منزوي وي (انعام ۶۸)
  • د خدای لعنت ورباند وي (اعراف ۴۴)
  • واقعې ضرر مندونکي وي (اسراء۸۲)
  • د دوزخ ور يې احاطه کوي (کهف ۸۲)
  • له جهنم څخه نشې خلاصیدای (مریم۷۲)
  • له حق سره به په اوږده او عمیقه دښمنې کې وي (حج ۵۳)
  • ډیر بد او وحشتناک اخري عاقبت لري (قصص ۴۰)
  • معدوم او نابوده کېږي (انعام ۴۵)
  • ظالمان شکنجه کېږي (صافات ۶۳)
  • همیشنی عذاب به لري (شوری ۴۵)
  • اورته به ځې (حشر۱۷)
  •  
    ګرانو محترم لوستنکو هیله ده چې په خلاص سترګو او ویښو زهنونو دا ولولئ او خپل قضاوت وکړئ چې موږ او زموږ ټولنه په کومه خوا روانه ده الله په ځان حاضر او ناظر و نېسئ او له هر ډوله ظلم څخه پرهیز وکړئ. هیله لرم چې دا لیکنه سبب د اصلاح د ټولو و ګرزي.
    الهي ته زموږ ټولنه له ظلمه خلاصه پاک اوصالح کړې امین یا رب العالمین