(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، غويي لومړۍ) راپورونه کاږي، چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو پاکستان، ایران او عراق ته ماتې ورکړې ده.
د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې یوه روزونکي ویلي، چې افغان لوبغاړو دا بریاوې د تکواندو په ۲۹م پړاو نړیوالو سیالیو کې تر لاسه کړې دي.
ویل شوي، چې دغه لوبې د ۱۲ هېوادونو ترمنځ د ایران په ده فجر ښار کې تر سره کېږي.
د سرچینې په وینا، تېره ورځ ۱۶ افغان تکواندوکاران په یادو سیالیو کې د ګډون کولو لپاره ایران ته تللي دي.
دغو لوبغاړو په لومړۍ ورځ درې واړو هېوادونو ته ماتې ورکړې دي.
وروستي