(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي لومړۍ) افغان کرېکټ بورډ مسوولینو ویلي، چې د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړو لپاره په هند کې یو روزنیز کمپ پرانیځي.
ویل شوي، چې همدې لپاره ۴۳ لوبغاړي په درېو پړاوونو کې هند ته استول کېږي.
معلوماتو له مخې، دغه لوبغاړي به له روزنې ورته ملي لوبډلې ته هم لاره پیدا کوي.
د بورډ د رسنیو د څانګې مشر لطف الله ستانکزي په وینا، د ملي لوبډلې پر لوبغاړو سربېره کوم لوبغاړي چې کورني کرېکټ کې یا د ۱۹ کلنو کرېکټ کې ښه ځلېدلي له هغو دا لوبغاړي غوره شوي دي.
په دغو لوبغاړو د نړۍوال جام تر سیالیو پورې کار کېږي.
وروستي