ته مې عظمت او ارادې وګوره
زماتــاريخ اوکارنامې وګــوره
زه دنــازودلوی همت نښــه يم
زه دغيـــرت اودعزت پته يـــم
په ما کې پټ د زرغونې همت دی
دخپل وطن د لوې خدمت سمت دی
زما د ملالـې توره هېره نه ده
هم د ناهيد د وينو بېړه نه ده
كه دړېڅـــې ها شهامت دريادکړم
يا عايشې ها صداقت در ياد کړم
ته ېې وفـــــااوقربانـــۍ وګوره
تــه ېې عزت پښتونولۍ وګــوره
تل دپــــښتو لوړه شمله به ېمــه
په خپل هېوادخوره وره به ېمه
پام چې اديبي کله پاتې نه شې
په دې ډګرکې کله شاته نه شـــې
وروستي