
روهي (نۍ/۱ د غوايي)، د هندوستان مشهور سندرغاړی او هنرمند امجد علي خان وايي، چې زما پلار او نيکه د افغانستان وو او افغانان وو. زه وياړم چې د افغان پلار زوی او د افغان نيکه لمسی يم.
امجد علي خان په روسيه کې د موسيقۍ په يوې خپرونې کې ويلي، چې پلار مې استاد حافظ علي خان او نېکه مې استاد غلام بندي خان بنګاش د افغانستان وو او دوی د کابل د هغه وخت مشهور هنرمندان وو.
امجد علي خان وايي، "زما نېکه استاد غلام بندي خان بنګاش د افغانستان د موسيقۍ او رباب سره هند ته سفر وکړ او دغه موسيقي يې هلته هم را ژوندۍ کړه، افغانستان او هند يو ډول موسيقي، يوو ډول کلتور او ترې دې چې يو ډول خوراک لري."
نوموړي په افغانستان کې د اوسني روان جګړيز وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده، له سياسيونو او ديني علماوو يې غوښتنه کړې ده، چې په افغانستان کې د جګړې د پای په پار هڅې وکړي او خلکو ته دا ووايي، چې ټول د يو خدای مخلوق يو او دا نړۍ د يو ټاکلې وخت لپاره ده.
امجد علي خان زياتوي، چې د افغانستان د وخت له ټولواک محمد ظاهرشاه سره مې هم لېدنه شوې ده، نوموړي زما له موسیقۍ سره مينه درلودله او په دې برخه کې يې زه هڅولم.
په مسکو کې د امجد علي خان په ياد کنسرت کې افغان سفير قيوم کوچي، د افغانستان د سفارت ډېپلماټانو، د هندوستان د دفاع وزير او يو شمېر روسي چارواکو برخه اخېستې وه.