
ولې د ټاکنو لپاره د نوم لېکنې په بهير کې د خلکو برخه کم رنګه ده؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
د تېرې اونۍ په نۍ ورځ (د وري په ۲۵) نېټه په ټول هېواد کې د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره، د رايه ورکوونکو د نوم لېکنې بهير پيل شو. د نوم لېکنې دغه بهير د غوايي د مياشتې تر ۲۵ نېټې پورې دوام کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون هيله ښودلي، چې په دې يو مياشته کې به نېږدې لس مېلېونه خلک نوم لېکنه وکړي، خو د ټاکنو کمېسيون د توقع خلاف، د نوم لېکنو په مرکزونو کې د خلکو برخه اخېستنه کم رنګې ده.
حکومت هڅه کوي، چې له بېلا بيلو لارو خلک د ټاکنو په اهميت پوهه کړي او دوی وهڅوي ترڅو نوم لېکنه وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې رايه ورکړي. د ټاکنو کمېسيون سوداګرېزۍ خبرتياوې او اعلانونه خپروي، حکومت په خپلو مامورينو فشار راوړي او ديني علماء په جوماتونو کې خلک هڅوي، ترڅو د نوم لېکنې بهیر چټک او کړندی کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دوه ورځې وړاندې د هېواد د ۳۴ ولايتونو له واليانو او نظامي مسوولينو ته امر وکړ، چې د ټاکنو لپاره د نوم لېکنې د پروسې د چټکتيا په موخه دې، ټول ملکي او پوځي مسوولين له خپلو کورنيو سره يوځای روانه اونۍ د نوم لېکنو مرکزونو ته لاړ شي او نوم لېکنه دې وکړي.
نوموړي همدا ډول د حج او اوقافو وزیر ته لارښوونه وکړه چې د جمعې لمانځه د ادا کولو پرمهال د خلکو د عامه پوهاوي په موخه د ټاکنو د ملي پروسې د ارزښت د بیانولو ترڅنګ خلک په دغه ملي پروسه کې د ګډون لپاره نوم لیکنې ته وهڅوي.
جمهور رئیس غني د ټاکنو ملي پروسه کې د ګډون لپاره د علماو، مدني ټولنو، ځوانانو، رسنیو او د ټولنې د ټولو اقشارو رول ته په اشارې ټینګار وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره دې په ګډه همغږۍ او همکارۍ د خلکو د پوهاوي کچه لوړه او دېته وهڅوي چې د ټاکنو ملي پروسه کې ګډون وکړي او د رایې ورکولو قانوني حق څخه استفاده وکړي، ځکه له نوم لیکنې پرته رایه نشي ورکولی.
خو له دې هرڅه سره بيا هم، د نوم لېکنې لپاره د خلکو برخه کم رنګۍ ده او ويره دا ده، چې په راتلونکو ټاکنو کې به، د تېر په پرتله په کم شمېر خلک برخه واخلي. شنونکي په دې باور دي، چې يو شمېر لاملونه شتون لري، چې په پايله کې يې د نوم ليکنې بهیر سست روان دی.
۱- د نوم لېکنې لپاره د پيژندپاڼې درلودل: د ټاکنو کمېسيون په نوې تګلاره کې، رايه ورکوونکي د نوم لېکنې په وخت او د ټاکنو په ورځ بايد له ځان سره د افغانستان د تعبيت پېژندپاڼه ولري. په افغانستان کې ډېری داسې خلک شته، چې د زده کړو کچه يې ټېټه ده او له همدې له امله يې پېژندپاڼې تر اوسه نه دي اخېستي.
د نوم لېکنې په وخت کې د پېژند پاڼې درلودل؛ د نوم لېکنې بهير سست کړی دی. هغه کسان چې د تعبيت تذکره نه لري، نو نشي کولی چې نوم لېکنه وکړي او که چېرې دوی له نوم لېکنې وړاندې پېژندپاڼه اخلي، بيا هم د پېژند پاڼو د وېش په ادارو کې د ګڼې - ګوڼې او وخت د ضايع کېدو له امله پرېکړه کوي، چې د نوم لېکنې له کارت او پېژندپاڼې دواړو له اخېستو تېر شي.
۲- ډ تاکنو کمېسيون له خوا عامه پوهاوی: په ټاکنو کمېسيون نېوکه دا ده، چې د ټاکنو او نوم لېکنې په اړه يې هغه وخت د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړی، هر کله چې دغه پروسه په رسمي ډول سره پيل شوه. نيوکه کوونکي وايي، چې حکومت او د ټاکنو کمېسيون ته په کار وه، چې مياشتې وړاندې يې په دې برخه کې د عامه پوهاوي کمپاينونه پيل کړی وای.
۳- په تېرو ټاکنو د خلکو بې باوري: د ولسي جرګې او ولايتي شورا په تېرو ټاکنو داسې کسانو پارلمان او ولايتي شوراګانو ته لارې پيدا کړې، چې په غصب، زورونې، وژنو، د قانون په ماتونې او نورو جنايتونو تورن دي. خلک نهيلي شوې دي، دوی فکر کوي، چې د دوی رايې ته يوازې د تشو شعارونو په ډول چې (رايه امانت ده، رایه وکلات، رايه راتلونکی دی.... ) ارزښت ورکول کيږي، خو رېښتني ډول هغه کسان پارلمان، ولايتي او د ولسواليو شوراګانو ته لار پيدا کوي، چې زور او پيسې ولري.
۴- امنيتي ستونزې: د هېواد په يو شمېر سيمو کې امنيتي ستونزې شتون. په ياد سيمو کې يا له سره د نوم لېکنې مرکزونه نه دي پرانېستل شوی او که پرانېستل شوي هم دي، خو له سترو امنيتي ګواښونو سره مخ دي. د نوم ليکنو په سيمه کې د امنيت نشتون هغه چاره ده، چې دغه بهير يې سست کړی دی.
د روهي خبرې کوي Rohi Talks په اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو. تاسې د روهي وېب پاڼې لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوسه په کمېنټ کې راته خپلې غوښتنې، وړاندېزونه، اندېښنې او تجربې وليکئ او يا هم سبا ماښام (نۍ/د غوايي لومړۍ نېټه، د ماښام له ۷:۰۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو) پورې په خپرونه کې راسره په ژوندۍ بڼه برخه واخلئ.