ټېکنالوژي به دموکراسي له منځه يوسي

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د وري)، (خلک د ټېکنالوژۍ په مقابل کې The People versus Tech) کتاب لېکوال، (جامي بارټلېټ) په دې باور دی، چې د ټېنکالوژۍ پراختيا به رامنځ ته شوې دموکراسي له منځه يوسي.

نوموړی په دې باور دی، چې د تېکنالوژۍ او دموکراسۍ ترمنځ نه همغږي شتون لري، د ټولنيزې ميډيا او بريښنايي رسنيو تېز وړاندې تګ د دموکراسۍ پر وړاندې ګواښ دی.

جامي بارټلېټ دلالت کوي، چې مطبوعاتي کنفرانسونه، د ټاکنو په اړه سوداګرېزې خبرتياوې او ورته نور شيان د دموکراسۍ ځانګړتياوې دي، خو د ټېکنالوژۍ پر مټ نوماندان دا هرڅه د په انفرادي ډول سره تر سره کوي، نو دموکراسي د عمل په ميدان کې له منځه ځي.

د نوموړي په وينا، د سياسيونو له خوا د ټېکنالوژۍ انحصار په عامو خلکو روحي اغېز کړی او سياستوال هڅه کوي، چې د رسنيزو ناستو او غونډو پر ځای په انفرادي ډول عام خلک د ټېکنالوژۍ پر مټ تر خپل نفوذ لاندې راولي.